د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور ژوند لیک

د ژوند په لومړیو کې:

ډاکټر عبدالبصیر انور په ۱۳۳۱ هـ .ش کال کې په روڼ آنده کورنۍ کې  په افغانستان کې نړۍ ته راغلی دی. ډاکټر انور، د خپل ژوند لومړۍ شپې او ورځې په کابل کې تېرې کړي او ښوونځی یې د کابل- د نادریې په عالي لېسه کې سرته رسولی ده.

تحصیلي سوابق:

 د اسلامي تعلیماتو په برخه کې درېیمه ماستري، په اسلامي او عربي علومو کې نړیواله شهادتنامه ، ۱۹۹۸، ملتان .

د سیاسي او اداري علومو په برخه کې دوه یمه  ماستري، د ساینس او تکنالوژۍ اسلامي اکاډمي، ۱۹۹۰، پېښور.

په عمومي طب کې لومړۍ ماستري، ۱۹۷۸، د کابل پوهنتون.

له ۲۰۱۵ کال وروسته د عدلیې وزیر په توګه

ډاکټر عبدالبصیر انور، له ملي او بین المللي موْسسو سره د اغېزمنې اړیکې د تاْمین په تګلارو کې بدلون یو له خپلو کاري موخو څخه ګڼي؛ له همدې امله په ملي او بین المللي ناستو کې په منظمه توګه ګډون کوي. ددې اصل پربنسټ، تر اوسه یې د ډېرو ملي او بین المللي بنسټونو پاملرنه د ا.ا.ج د عدلیې وزارت ته جذب او ساتلی ده.

په دې دوره کې مهمې او فشرده لاسته راوړنې:

- د افغانستان د جزاء کود، له اطفالو څخه د ملاتړ قانون او نور  مهم قوانین یې پای ته رسولی؛

- د سعودي عربستان له جلالتمآب عدلیې وزیر او هم د بلاروس جمهوریت سره د عدلي او حقوقي موافقه لیک لاسلیکول؛

- د تقنیني ستاژ د زده کړییزې برنامې رامنځته کول؛

- د ملي یووالي د حکومت په دریو کلونو کې د ۳۰۰ تقنیني سندونو طرح، تدقیق او له پړاوونو تېرول؛

- د لسانس او ماسترۍ په برنامو کې د عدلیې وزارت له کارکوونکو څخه نږدې د ۱۰۰ تنو ورپېژندل.

- د دولتي ځمکو او د منقولو او غیر منقولو مالونو له غصب څخه مخنیوی؛

- د ښاریانو عرایضو او حقوقي دوسیو ته رسیده ګي؛

-  په معیاري ډول د عدلیې ریاستونو د ۵ ودانیو او د اصلاح او روزنې د ۳ مرکزونو ودانول.

- له اداري فساد سره ټینګه (جدي) مبارزه؛

-  د پښتونستان له څلورلاري څخه د وزیر محمد اکبر خان ساحې ته د عدلیې وزارت د ځای بدلول – د پښتونستان په څلور لاري کې د عدلیې وزارت ودانۍ، مناسب ځای نه وو؛

- د شانکهای د عدلیې وزیرانو په بین المللي کنفرانسونو او اړوندو نورو بین المللي کنفرانسونو کې ګډون؛

د سنت پترسبورګ استانبول مراکش په حقوقي فورم کې ګډون؛-

ډاکټر انور ددې وزارت د کارکوونکو د توانمنۍ د ودې په منظور، د ځینو بنسټونو په همکارۍ، د ژبې د زده کړې ، ټکنالوژۍ کورسونه او  د زده کړې  نورې برنامې برابرې کړی دي.

نوموړی په پام کې لري څو ددې وزارت په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي حکومتولۍ سیستم رامنځته کړي، همدارنګه له قانون څخه د پوهاوي د څرنګوالي په منظور، ښې لارې چارې لټوي.

کاري تجربې     

- په ټولنیزو چاروکې د جمهور رئیس سلاکار ، له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵، کابل ؛

- دعامې روغتیا وزارت معین او د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ۱۹۹۶ کال؛

- د افغانستان اسلامي دولت د رهبرۍ د عالي شوري غړی، کابل ؛

- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سلاکار، ۱۹۹۵، کابل؛

- د افغانستان د اسلامي دولت دعظمي صدارت سلاکار، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۴، کابل؛

- د افغانستان د اسلامي دولت د مؤقت اساسي قانون د تسوید او تصویب د کمېسیونونو غړی، ۱۹۹۳؛

- په ملی اوبین المللي کنفرانسونو کې د افغانستان د جمهور رئیس ځانګړی استازی، له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱؛

- د افغانستان د موقت اسلامي دولت استازی،۱۹۹۱، OTC ، د اندونیزیا  باندونګ؛

- د افغانستان د مجاهدینو د مؤقت دولت د ټاکنو د کمېسیون غړی، له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۵؛

- د مؤقت اساسي قانون د تدوین دکمېسیون غړی، له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۰ ؛

- د افغانستان د مجاهدینو د اسلامي اتحاد د رهبرۍ شوري غړی.

- د مجاهدینو د مؤقت دولت د عامې روغتیا لوی رئیس او د رهبرۍ هیئت غړی؛

- د اسلامي ګوند (حزب)د عامې روغتیا رئیس.

- د افغانستان د اسلامي پوهنتون دموْسسینو د هیئت غړی.

- د اسلامي پوهنتون د طب پوهنځی استاد.

- د افغانستان د اسلامي پوهنتون د اسلامي ثقافت د څانګې آمر او استاد.

ټولنیز مسوولیتونه:

- د ساینس او ټکنالوژۍ د اسلامي اکاډمۍ د مدیره هیئت غړی، پېښور؛

- د جهادي ډلو ترمنځ د اصلاح د لوی هیئت غړی،پېښور، کابل؛

- په افغانستان کې د سولې د تآمین لپاره د قبرص د غونډې په رهبرۍ کې د هیئت غړی.

- د افغانستان د سولې او ملي یووالي د ټولنې د رهبرۍ د هیئت غړی، پېښور؛

- د افغانستان لپاره د بن په کنفرانس کې د قبرص د غونډې د هیئت غړی،۲۰۰۱، بن، آلمان.

 ژبې

دري ،پښتو، انګلیسي، عربي او اردو