د خلکو غوښتنلیکونو او شکایتونو ته د لاسرسي تګلاره

لومړۍ ماده:

دغه تکلاره په مستقیم ډول دحقیقی اوحکمي اشخاصو غوښتنلیکونو او شکایتونو ته د لاسرسي په منظور دعدلیې وزارت دکارمندانو له کړنو څخه دلومړی(جز) اودعرایضودڅېړنې دقانون دشپږویشتمې مادې له مخې وضع کړای شوې ده.

دوېمه ماده:

دعدلیې وزارت له کارمندانوڅخه د خلکو غوښتنلیکونو اوشکایتونو څېړنه په مستقیم ډول دعدلیې وزارت دمقام له لوري دچهارشنبې په ورځ دغرمې له دوه بجو وروسته کېږي.

درېمه ماده:

هغه کسان چې دعدلیې وزارت له کارمندانو شکایت ولري، کولای شي خپل شکایتونه په مسقتیم ډول دعدلیې وزارت مقام ته وړاندې کړي.

څلورمه ماده:

۱- دغوښتنلیکونو مدیریت دنده لري،هغه کسان چې دعدلیې وزارت دکارمندانوله کړنو شکایت لري، دمراجعې دوخت په نظر کې نیولو سره یې نومونه لړلیک کړي او دلیدلو وخت یې دوزارت له مقام سره برابرکړي.

۲- دغوښتنلیکونو مدیریت دې ددې مادې دلومړي (۱) فقرې له مخې دتیارشوي نوم لړ یوه یوه کاپي دوزارت ،سکرتریت مقام اوداستقبالیې امنیتي برخې ته ورکړي.

پنځمه ماده:

۱- دعدلیې وزیر دې دمسلکي معین ،اداري معین،دقضایای دولت عمومي رئیس، دحقوقو عمومي رئیس دداخلي تفتیش رئیس،د انسجام رئیس، دکابل ولایت دحقوقو رئیس،ددفتر رئیس اوپه داسې حال کې چې له نورو مرکزي ادارو نه هم شکایتونه وي، داړندو مسوولینو په ګډون اودغوښتنلیکونومدیر دې په مستقیم ډول دخلکو شکایتونه وڅېړي اوځانګړې لازمې لارښونې دې صادرې کړي.

۲- که چېرې دوزارت نورو ریاستونو شکایتونه وي، داړونده ریاست مسوول دې راوه غوښتل شي.

شپړمه ماده :

دغوښتنلیکونو مدیر دنده لري، چې دعدلیې دوزیر لیکلې لارښوونې په هماغه ناسته کې ولیکي اوصادرې یې کړي.

اوومه ماده:

۱- داړوندو ادارو رئیسان دنده لري چې له شکایت کوونکو کسانو سره په غونډه کې چې دوزارت دمقام له لوري کومې لارښونې دشکایاتو په اړه کېږې وه یې لیکي اوپه اړه یې اجراآت وکړي.

۲- داړوندو ادارو رئیسان دنده لري،چې دوزارت دمقام داحکاموله تطبیق نه څارنه وکړي اود خلکودشکایاتو دڅېړنې له بلې ناستې دمخه دوزارت مقام ته خپل لیکلی راپور وړاندې کړي.

اتمه ماده:

دولایاتو دعدلیې وزارت رئیسان دنده لري چې دخلکو دشکایاتو دڅېړنې دغونډې په ورخ (دچهارشنبې دورځو دغرمې له دوه بجو وروسته) خپل مبایل تلیفونونه فعال وساتي.

نهمه ماده:

دنشراتو ریاست دنده لري چې  دخلکو دشکایتونو دڅېړنې په اړه ترسره شوې اجراآت دیوې میاشتې په موده کې دعامه خبرتیا لپاره دعدالت په مجله اودوزارت په ویب سایت کې خپاره کړي .

لسمه ماده:

دغه تګلاره دعدلیې وزارت درهبري شورا دتصویب له نېټې د اجرا وړده اودعامه خبرتیا لپاره دې وزارت داعلاناتو پر تخته اوویب سایت کې خپره شي .