د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د اداري معین فضیلتمآب سید محمد هاشمي ژوند لیک

د ژوند په لومړیوکې:

سید محمد هاشمي په ۱۳۴۰ هـ ش کال کې په افغانستان کې په یوه مذهبي او روڼ فکره کورنی کې زېږېدلی دی. ثانوي زده کړې یې په (۱۳۵۷) کال کې د حربي ښوونځي په لیسه کې پای ته ورساوه.

تحصیلي مخینه:  

- په ۱۳۹۰ کال کې د جامعه شناسی په رشته کې دکابل له آزاد اسلامي پوهنتون څخه ماسټري.

- په ۱۳۸۹ کال کې د فلسفې او جامعه شناسی په رشته کې د کابل له پوهنتون څخه لیسانس.

له ۱۳۹۰ کال څخه وروسته د اداري معین په توګه؛

- د لیسانس او ماسټري په کچه او د لنډمهاله برنامو په واسطه د عدلیې وزارت د کارکوونکو د توانمنیو لوړول.

- د عدلیې وزارت د مرکزي ودانۍ، د ولایتونو د عدلیې د ریاستونو او د اصلاح د مرکزونو د ودانولو د فعالیت پیلول.

- مقاله لیکنه: ترمیمي عدالت، د ټولنې پېژندنې تحلیل، د افغانستان په سیاسي نظام کې د اقتدار تحول، په افغانستان کې د ټولنیزنظام تأمین، جزاګانې او جرایم او له ترمیمی عدالت سره د هغو اړیکې او په افغانستان کې ټولنیزې اندېښنې له هغه مقالو څخه دي چې عدالت په میاشتنی کې خپاره شوي دي.

- رسمي سفرونه: د اداري فساد په اړه سنګاپور ته، د حجز د بدیلونو په هکله ترکیې ته، د عدلیې وزارت د استراتیژي په هکله جرمني ته، د ربړونې د منع کنوانسیون ته د افغانستان له رپوټ څخه د دفاع په خاطر سویس ته، د عدلي او قضایي ادارو د همغږي  او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په منظور سریلانکاته.

- د کارکوونکو له روزنې سره سره د هغو له کړنو څخه څارنه او تفتیش، د شکایت د قدرت پیاوړي کول او له هغې څخه د څارنې میکانیزم، د لیسانس، ماسټري او دوکتوراه په کچه د علمي ښوونو له لارې د کارکوونکو د توانمنیو لوړول، اجرايي کارکوونکوته د مالکیت او کاري تعهد بنسټيزه کول د عدلیې په وزارت کې د ښاغلي هاشمي د کاري علاقه مندیو له جملې څخه شمېرل کېږي.

کاري تجربې:

- له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۹۰ هـ . ش کال پورې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس.

- له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۵ هـ . ش کال پورې د عدليې وزارت د مالي او اداري لوی رئيس.

- له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ هـ . ش کال پورې د عدلیې وزارت د انسجام او د ټولنیزو سازمانونو او سیاسي احزابو د بررسی او ثبت رئیس.

- له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ هـ . ش کال پورې د عدلیې وزارت د تحریراتو لوی مدیر او د انسجام او ټولنیزو سازمانونو او سیاسي احزابو د بررسی او ثبت د ریاست مرستیال.

تقدیر لیکونه

- د ا.ا.ج د جلالتمآب جمهور رئیس له خوا د لومړۍ درجې ستاینلیک.

- د عدلیې وزارت له خوا د دوه یمې درجې ستاینلیک.

- د ملي شوري له خوا ستاینلیک.

ژبې:

دري، پښتو او انګلیسي