د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لوی ریاست

د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لوی ریاست، د ا.ا.ج د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه یو ریاست دی چې د مظنون، تورن یا په حجز د محکومو اطفالو د ساتنې او بیا روزنې دنده په غاړه لري. دغه ریاست په لومړي ځل په کال ۱۳۴۶ کې د عدلیې وزارت په تشکیل کې د دارالتأتیب ترنامه لاندې  رامنځته شو.

په هغه وخت کې یې د فعالیت ساحه یوازې د کابل ولایت پورې محدوده وه. په کال ۱۳۸۲ کې د انتقالي حکومت له جوړېدو څخه وروسته دارالتأدیب د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئیس د حکم په اساس د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکز په نوم بدل شو. همدارنګه د تړلو مرکزونو ترڅنګ د پرانیستومرکزونو سیستم هم رامنځته شو. دهمدې لسیزې په لومړیو کې ددې ریاست تشکیلاتي جوړښت په ټول هېواد کې پراخ شو.

د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لوی ریاست ۲ آمریتونه او ۱ مدیریت لري: 

  • د څارنې او همغږي آمریت؛ دغه آمریت تر خپل اثر لاندې له ولایتونو سره د کار د څارنې او همغږي د غړو ۵ بستونه لري.
  • د تعلیمي، روزنیز او حرفوي برنامو د تنظیم د تحقیقاتو آمریت؛ دغه آمریت تر خپل اثر لاندې د تحقیقاتي مسؤل ۱ بست، د تعلیمي، روزنیز او حرفوي برنامو د تنظیم د مسؤل ۱ بست، د دیتابیس د احصائیې د راټولولو غړۍ ۱ بست، د تعلیمي برنامو مسلکي غړي ۲ بستونه او ۱ بست د تحقیقاتو غړۍ لري.
  • اداري مدیریت؛ دغه مدیریت تر خپل اثر لاندې د اداري مامور یو بست لري.

د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د لوی ریاست عمده موخې:

  • د دیني ارزښتونو او د بشري حقونو د موازینو له په پام کې نیولو سره دمظنون، تورن او په حجز د محکوم طفل د حقونو تأمین.
  • د مظنون، تورن او په حجز دمحکومو اطفالو ښه او ډاډمن ساتنه.
  • د ټولنې د سالمو افرادو په توګه د بیا بېرته راګرځېدو لپاره د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو ښوونه او روزنه.
  • د څارنوالۍ د قرارونو او د اطفالو د ځانګړې محکمې د فیصلو تطبیق.
  • په جزاء د محکومو اطفالو د بیا روزنې په چاره کې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د کارمندانو د کاري ظرفیت لوړول.

د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د لوی ریاست عمده او اساسي دندې:

  • د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو ساتل.
  • د جرم له وقوع څخه د مخنیوي لپاره د لازمو تدبیرونو نیول او د اصلاح په مرکزونو کې دننه د انظباط او نظم تأمین.
  • د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو لپاره د ښو استوګنیزو شرایطو برابرول.
  • د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره د اطفالو د اصلاح د مرکزونو د ادارو د امنیت او ساتنې تأمین.
  • د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره محاکمو، څارنوالیو او نورو اړوندو اداروته دمظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو لېږدول.
  • د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره له مرکز څخه ولایتونو ته او برعکس د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو لېږدول.
  • د کورنیو چارو وزارت د پېښو ضد پولیس په همکارۍ سره د اصلاح په مرکزونو کې د اور لږېدنې له پېښېدو څخه د مخنیوي لپاره د لازمو تدبیرونو نیول.
  • د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو په اړه د څارنوالۍ د قرارونو او د اړوندو محاکمو د فیصلو تأمین او تطبیق.
  • د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو د ښوونې د کچې د لوړولو لپاره د لازمو تدبیرونو نیول.
  • د روزنیزو، حرفوي، ښوونیزو او سواد آموزۍ د برنامو تنظیم.
  • د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو دعرایضو او شکایتونو اورېدل او اړوندو مراجعو ته یې لېږل.
  • د کورنۍ له غړو او نږدې خپلوانو سره د مظنون، تورن او په حجز د محکومو اطفالو د ملاقات تنظیم او د اړیکو تأمینول.
  • د اصلاح د مرکزونو د برخو د چارو د ښه والي په اړه د وړاندیز او اصلاحي نظریاتو وړاندې کول.
  • صالحه مقاماتو پورې د اړوندو اجراآتو له څرنګوالي څخه د رپوټ وړاندې کول.
  • د نورو هغو دندو ترسره کول چې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د عالي شوري یا د وزارت د مقام له خوا هغوی ته ورسپارل کېږي.