د دولت د قضایاو د عمومی ریاست لنډه پیژندنه!

د دولت د قضایاوو لوی ریاست، د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له مرکز او کلیدي ریاستونو څخه یو دی. دغه ریاست په ۱۳۴۳ کال کې د هماغه وخت د حکومت د تصمیم پربنسټ د محکمو پروړاندې د دولت د مدني او ملکیتي دعواوو د اقامې په منظور، رامنځته شو. په همدې منظور د دولت د قضایاوو قانون چې د یاد ریاست کاري کړنلاره رانغاړي، په ۸ فصلونو او ۳۸ مادو کې تدوین شوی دی، نافذ دی.

د دولت د قضایاوو د لوی ریاست تشکیل:

دغه ریاست په خپل تشکیل کې د دولت د قضایاوو په چارو کې د سلاکار د ۱ بست، د سوداګریزې کمېټې د مسلکي غړو د ۶ بستونو، د املاکي کمېټې د مسلکي غړو د ۱۲ بستونو، د مالي او ادارې کمېټې د غړو د ۲ بستونو، د ادارې مدیریت د ۲ بستونو او د قضیو د ثبت د لوی مدیریت د ۱ بست لرونکی دی.

د دولت د قضایاوو د لوی ریاست عمده موخې:  

  • د دولت له منقولو او غیر منقولو مالونو څخه دفاع.
  • د دولت او د مختلطو موسسو له مالي حقوقو او قانوني ګټو څخه دفاع.
  • له یوې خوا د دولتي او مختلطو موسسو، له بلې خوا د خصوصي موسسو او د اتباعو تر منځ د مالي دعواوو مقدماتي بررسي.
  • د دولتي او مختلطو موسسو تر منځ په مالي شخړو اول له قراردادونو څخه په پیداشوو شخړو کې د واجبل اجرا قرار بررسي او نیول.

د دولت د قضایاوو د لوی ریاست عمده او اساسي دندې:

د دعوي د لورو تر منځ د مصالحې لپاره د لازمو تدبیرونو نیول او د هغوی د اصلاحي موافقې تأید.

  • د دولت په استازتیوب په محکمو کې د دعوي اقامه.
  • په هغو دعواو کې چې د دولت پرخلاف اقامه شوي دي په محکمو کې د دولت له ګټو څخه دفاع.
  • په هغو مواردو کې چې دلایل ناکافي وي د دعوي له لورو او یا له درېیمګړو اشخاصو څخه د اضافې دلایلو غوښتنه.
  • د کافي دلایلو د شتون په صورت کې د دولتي او مختلطو موسسو تر منځ د په دعوي وړ قضیه کې د مدعي علیه په توګه د درېیمګړو اشخاصو جلب.
  • د فني، تولیدي او محاسبوي معایناتو غوښتنه او هم د دولت د قضایاوو د قانون په (۵) فقره کې د درج شوو موسسو ترمنځ په دعوي وړ قضیې پورې د اړوندو حقایقو د توضیح په منظور له اهل خبره سره نظر غوښتنه.

د دولت د قضایاوو لوی ریاست د عدلیې وزارت له ټولو ریاستونو په تېره بیا د حقوقو او تقنین له ریاستونو سره نږدی کاري او مسلکي اړېکې لري. دغه راز د کابل ښاروالۍ، د ځمکه والۍ د چارو له معینیت د کرنې وزارت د املاکو له ریاست او د سروي او کادستر له لوی ریاست سره، نږدۍ کاري اړېکې لري. په همدې حال کې د دولت د قضایاوو لوی ریاست له ټولو دولتي ادارو څخه غواړي، په هغه صورت کې چې منقول او غیر منقول مالونه یې د اشخاصو او افرادو په واسطه تر غیر قانوني تصرف او غصب لاندې نیول شوي وي. خپل لازم سندونه او مدرکونه د دولت د قضایاوو ادارې ته وسپاري چې د محکمو پروړاندې د دولت له املاکو او ګټو څخه قانوني او شرعي دفاع وکړي.