د سیاسي ګوندونو، ټولنو، د معاملاتو د لارښوونو او عریضه لیکونکو ثبت او راجستر

دهغوسیاسي ګوندونو لپاره لارښوونه چې دثبت لپاره دانسجام ریاست ته مراجعه کوي

دعدلیې وزارت په عنوان یوه پاڼه غوښتنلیک

غوښتنلیک دمؤسسانو اویاداسې شخص چې هغه ته دمؤسسانو یا درهبري هیئت او یادګونددمرکزي شوري له لوري واک سپارل شوی وي.

که چېرې دګوندرئیس غوښتنلیک لاسلیک کوي، مؤسس غړي یادګونددتصمیم نېونې ترټولو لوړمقام دنوموړي ریاست په یوه پاڼه کې تائیداولاسلیک کړي اودغه لاسلیک کوونکي دګوند درئیس په شمول دغوښتنلیک ورکوونکوپه توګه پېژندل کېږي.

  • په یوه پاڼه کې دسیاسي ګوندنوم، دمرکزي دفترپته اودتیلفون شمېره.
  • دغوښتنلیک ورکوونکوشهرت(نوم ـ دپلارنوم ـ دنیکه نوم ـ دتذکرې نمبرـ دصادرېدوځای ـ اصلي استوګنځی ـ اوسنی استوګنځی ـ دنده ـ په ګوندکې دنده ـ لاسلیک).
  • دتمویل سرچینې.
  • نښان (سمبول) ـ شعار اودګونددهویت ثابتوونکي نورمدارک(دنښان تشریح).
  • له مالیې وزارت څخه دګونددثبت اوشتمنۍ دمصدقه سندونووړاندې کول.
  • دغړوله خوادسیاسي ګونددغړیتوب دغوښتنلیک دفورمې سم ډکول(لږترلږه لس زره قطعې فورمې).

نوټ: دفورمود ډکولوپه هکله لاندې مواردبایدپه جدي ډول رعایت شي.

  • ډکونه په داسې ډول وشي چې دلوستلو وړ اومنظمه وي خط خوردګي نه وي اودوقلمه هم نه وي.
  • داصل اواوسني استوګنځي په مقابل کې دې که چېرې دغړيتوب داوطلب په اطرافوکې ژوندکوي کلی، ولسوالۍ اوولایت ولیکل شي اوکه چېرې دګونددغړيتوب داوطلب دښارونوپه مرکزونوکې ژوندکوي په ښارکې دې داستوګنځي، ناحیه اواړوند ولایت ولیکل شي.
  • دګوند دواکمن کارکوونکي لاسلیک چې دفورمې دلاندې لاسلیک کوي، دګونددرئیس له لوري دې تائید اورسماً دې دهغهْ دلاسلیک له نمونې سره دانسجام ریاست ته دې ور وپېژندل شي.
  • ددندې په مقابل کې دې په تفصیل سره ولیکل شي چې په کوم دولتي یانادولتي ارګان کې کارکوي.
  • دغړیتوب له فورموسره دې دافرادو دتذکرو یا ټاکنیزوکارتونودفوټوکاپۍ ضمیمې الزامي دي.
  • دګوند دمرامنامې اواساسنامې وړاندې کول اوترهغې لاندې دګونددرهبرلاسلیک.
  • دغوښتنلیک ورکوونکوخپل ژوندلیک پخپل لاسلیک اوله یوه قطعه عکس سره.
  • داړوندګوندلیکلې ژمنه چې نظامي افراد، څارنوالان، قاضیان، پولیس اودملي امنیت، پراساسي قانون دڅاردخپلواک کمېسیون، دبشري حقونو، دټاکنودخپلواک کمېسیون اود اداري اصلاحاتودکمېسیون منسوبین یې دګوندغړیتوب نه لري.
  • پدې اړه دګونددرئیس لیکلې ژمنه چې نظامي ځواک نه لري اوپه راتلونکي کې به یې هم ونه لري.
  • د DDR ژمنلیک.
  • په هغه صورت کې چې ګوند ګوندي بیرغ ولري باید تشریح شي.

د غوښتنلیک ورکوونکو د بشپړې پېژندنې فورمه.

دسیاسي ګوند د غړیتوب دغوښتنلیک فورمه.

دنورومعلوماتولپاره دلاندې اېمیل آدرسونوله پتوسره په اړیکه کې شی.

partiespolitical@gmail.com : وregpoliticalparty@mog.gov.af

-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 

دمعاملاتو دلارښوونې دنوي جواز لیک

اخیستلو لارښود

په لومړي ګام کې به عارض دانسجام ریاست په عنوان رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي، دانسجام ریاست له احکامو وروسته دجواز لیک غوښتونکی مکلف دی، چې په ټاکلي وخت معلوماتي فورمه ‌ډکه کړي اوبیایې دانسجام ادارې ته وړاندې کړي، دجواز لیک غوشتونکی مکلف دی،چې دانسجام ادارې ته خپل غیر منقول جایداد دتخلفاتو اوپرخپلوژمنو دعمل نه کولو په منظور درامنځته شوی زیان دجبيرې لپاره دتضمین په توګه وړاندې کړي، هغه کسان چې دحقوقي اهلیت لرونکي وي، کولای شي خپل غیرمنقول ځانګړی جایداد جوازلیک غوښتونکي دتضمین په توګه دانسجام ادارې ته ورکړي، ترتضمین لاندې غیر منقول جایدادونه پربل چا دجایزې یاقطعې بیې پلورل کېدای نه شي، اوپه بل ځای کې په ضمانت هم ورکول کېدای نه شي .

دانسجام اداره دلسو(۱۰) ورځو په موده کې د ډاډ ترلاسه کولو وروسته جواز غوښتونکي ته جواز لیک ورکوي، که چېرې دانسجام د ادارې له خوا د جواز غوښتونکي غوښتنلیک رد کړای شي، غوښتونکی کولای شي،خپل اعتراض په لیکلې بڼه له دلایلو سره دعدلیې وزیرته وړاندې کړي.

دجوازلیک دامتیاز حق(۱۵۰۰۰) افغانۍ دی، چې د درې کلولپاره ورکول کېږي جوازلیک لیک په مرکز کې دانسجام درئیس اوپه ولایاتوکې دعدلیې درئیسانوپه لاسلیک ورکول کېږي،جوازلیک بل چاته دانتقال وړنه دی.

دلاندې شرایطو لرونکي کسان کولای شي دمعاملاتو دلارښوونې جواز لیک ترلاسه کړي:

  • دافغانستان دتابعیت لرل.
  • دحقوقي وړتیا لرل.
  • لږترلږه دبکلوریا تحصیلی سند لرل.
  • پرجنایي جرم،اداري فساد،دمعاملاتودلارښوونې اړوند چارو،یادواکمنې محکمې له لوري له مدني حقوقو نه محرومېدل اونه محکومتیا.
  • دغیر منقول جایداد وتضمین وړاندې کول یا دبانکي نغدوپیسو سندوړاندې کول چې دمعاملاتو دلارښوونې دقانون په (۱) ضمیمه کې لیکل شوي دي.

لاندې کسان نه شي کولاي چې دماموریت په دوران کې دمعاملاتو دلارښوونې چارې ترسره کړي:

  • قاضیان،څارنوالان، ددفاع اوکورنیوچارو دوزارتومنسوبین،دملي امنیت کارمندان،دوزارتونواوهغو اداروکارمندان چې نظامي تشکیلات ولري،دملي اوولایتي اوولسوالیو دشوراګانوغړي،دخپلواکو کمیسیونونوغړي اودښاروالیو مامورین،ددولتي شرکتونو اوتصدیوغړي اونور دملکي خدمتونوکارکوونکي.
  • مدافع وکیلان.
  • هغه څوک چې دقانون په حکم له مدافع وکالت نه منع کړای شوی وي.
  • دمعاملاتو دلارښوونې دقانون دلومړۍ فقرې(۱)په(۲-۱) برخوکې یادشوي کسان له تقاعد یا له دندې ګوښه کېدنې په صورت په دې قانون کې دلیکل شویو شرایطووړدي، کولای شي جواز لیک ترلاسه کړي .