د بهرنیو اړیکو د ریاست لنډه پېژندنه

د بهرنیو اړیکو ریاست د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه یو دی. دغه ریاست په ۱۳۹۶ کال کې د لوړ رتبه کارکوونکو د پاسپورت او ویزې د برابرولو، له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د اړیکو د ټینګښت او د تابعیت د تر لاسه کولو او د تابعیت د پرېښودلو د سندونو د قانوني پړاوونو د تېرولو په منظور، رامنځته شو.

د بهرینو اړیکو د ریاست تشکیل:

د بهرنیو اړیکو ریاست د آمریت د یوه بست او د لوی مدیریت د ۳ بستونو او د مدیریت د ۴ بستونو لرونکی دی.

  • له موسسو سره د همغږۍ آمریت؛
  • د غیر اختیاري پروژو لوی مدیریت؛ دغه مدیریت په خپل تشکیل کې د مدیریت د یوه بست (د غیر اختیاري پروژو سمون) لرونکی دی.
  • له موسسو سره د همغږۍ لوی مدیریت؛ دغه مدیریت په خپل تشکیل کې د مدیریت د یوه بست (له موسسو سره همغږي) لرونکی دی.
  • د بهرنیو اړیکو لوی مدیریت؛ دغه مدیریت په خپل تشکیل کې د بهرنیو اړیکو د مدیریت د یوه بست او د اجرایه مدیریت د یوه بست لرونکی دی.

د بهرنیو اړیکو د ریاست عمده او اساسي موخه:

د بهرنیو چارو وزارت له لارې د لوړ رتبه کارکوونکو د بهرنیو سفرونو د پاسپورت او ویزې، د تابعیت له قانون سره سم، د تابعیت د پرېښودلو او تر لاسه کولو او له موسسو او انجوګانو سره د اړیکو ترتیب او تنظیم د دې ریاست اساسي موخه تشکیلوي.

د بهرنیو اړیکو د ریاست عمده او اساسي دندې:

  • د تابعیت د تر لاسه کولو او پرېښودلو د سندونو د قانوني پړاوونو تېرول؛
  • د کورنیو او بهرنیو موسسو د هوکړه لیک د مسودې تطبیق او د قانوني پړاوونو تېرول؛
  • د وزارت د کارکوونکو د بهرنیو سفرونو د سندونو د پړاوونو تېرول؛
  • د انسان او د مهاجرنیو د قاچاقو پرخلاف د مبارزې کمېسیون، د رسینو له لارې د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول او د انسان له قاچاقو څخه د رامنځته شوو خطرونو په هکله د سپارت برابرول؛
  • په ټولو ولایتونو کې د انسان او د مهاجرینو د قاچاقو پرخلاف د مبارزې ولایتي کمېسیون او له هغو بنسټونو سره همغږي چې د انسان د قاچاقو په برخه کې فعالیت؛