وړیا حقوقي مساعدتونه

دعدلیي وزارت دحقوقي مساعدتونو لوی ریاست

بې وزله مظنونین او متهمین یا د هغوی اصولي خپلوان کولی شي په عدلي او قضايي مراجعورکې له خپلو حقوقو څخه ددفاع په خاطر دعدلیې له وزارت څخه دحقوقي مساعد د توظیف غوښتنه وکړي او همدارنګه دجزایي اجراآتو د قانون او د حقوقي مساعدتونو د مقررې په پام کې نیولو سره به دعدلي اوقضایي امنیتي مراجع به دجنایت او جنحې په قضایاوو کې بې وزله مظنون او متهم په رسمي ډول دحقوقي مرستو لوی ریاست ته دحقوقي مساعد د توظیف  په غرض معرفي کوي. په همدې ترتیب سره د حق العبد متضرر  بې وزله مجنی علیه مدعي کولی شي له دې مرستو څخه ګټه پورته کړي. په مدني قضایاوو کې بې وزله او بې سرپرسته ښځې او اطفال هم لدې حق څخه برخمن دي.

هغه اشخاص چې په لیکلي ډول د حقوقي مساعد دتوظیف غوښتنه کوي، دحقوقي مرستو د ریاست یا آمریت له حکمونو وروسته دغوښتونکي لپاره حقوقي مساعد توظیفېږي. قضیه د ادارې د اندراج په دفتر کې ثبت او حقوقي مساعد په رسمي ډول دمظنون اومتهم له حقوقو څخه د دفاع په خاطر هغه عدلي او قضایي مراجعو ته معرفي اولېږل کېږي چې نسبتي دوسیه هلته شتون ولري.

توظیف شوی حقوقي مساعد دنده لري چې د حقوقي مساعد غوښتونکی بې وزله مظنون اومتهم سره قرار داد وکړي او د بې وزلی د تثبیت فورم د حقوقي مساعد غوښتونکی بې وزله متهم او مظنون له اقرار څخه، ډکه کړي.

حقوقي مساعد به د تحقیق او فیصلې په پروسه کې فعال حضور لري او د څارنوال د اتهام لیک پر وړاندې به دفاعیه ترتیبوي او د محکمو په ناستوکې به ګډون کوي.

د محکمې پر فیصلې دحقوقي مساعد او دهغه د موکل دنه قناعت په صورت کې حقوقي مساعد دمحکمې پرفیصلې د اعتراضیې پر ترتیبولو مکلف دی. کله چې عدلي او قضایي مراجع په رسمي ډول بې وزله متهم او مظنون ته حقوقي مساعد و غواړي، حقوقي مساعد په رسمي ډول غوښتونکي مراجعوته معرفي کېږي او قضیه داندراج په دفتر کې ثبتېږي. عدلي او قضایي مراجع قانوناً مکلف دي چې پدې هکله حقوقي مساعد سره قانوني همکاري وکړي او دقضیې په هکله دخپلو اجراآتو له پایلو څخه دحقوقي مساعدتونو ادارې ته معلومات وړاندې کړي.