د وزارت د مقام دفتر

د قلم مخصوص لوى مديريت د عدليې وزارت لمړنى تشکيل چه د وزارتونو ، مستقلو لوى رياستونو او دولتي او غير دولتي مؤسساتو د اړيکو په تأمينولو کې خپله دنده تر سره کوله .

د ۱۳۶۳ کال د وږي مياشت د ببرک کارمل د حکومت په دوران کې د وزارت مشرتابه له خوا تصميم ونيول شو تر څو د قلم مخصوص د لوى مديريت په تشکيل کى د وزيرانو شورا د پريکړو ، د دولتي حزبي پريکړو او خاصو مکتوبونو د اجراآتو مسؤول يو (۵) بست زيات کړي چه محترم محمد کبير لمړنى مسؤول د محرمو سندونو د اجراء په دنده وګمارل شو. او  لاندې دندې يې پر مخ بيولى :

  •  د خاصو مکتوبونو اجراآت .
  •  د وزيرانو شورا د پريکړو ثبتول .
  •  د دولتي حزبي د پريکړو ثبتول .
  •  د رپوټونو برابرول او جمهوري رياست ته د هغه وړاندى کول .
  •  او د وزارت د اوامرو، مکتوبونو، هداياتو او د وزارت مشرتابه د پريکړو تطبيق او اجراآت .

د وخت د ضرورت پر بنا دغه تشکيل ته زيادت وروبخښل شو او په دى موخه د اسناد او ارتباط لوى مديريت او د تحريراتو لوى مديريت جوړ شول . او ۱۳۷۱ کال د مجاهدينو د حکومت په وخت کې دغه تشکيل لوى او د تحريراتو په نوم رياست ئې جوړ کړ . لمړنى رئيس ئې د محترم بازمحمد خان په نامه پدغه رياست کې په دنده وګمارل شو .

درى لوى مديريتونه ( د اسناد او ارتباط لوى مديريت ، د قلم مخصوص لوى مديريت او بهرنى اړيکو مديريت ) د دغه رياست د تشکيل جز وګرځيدل .

په ۱۳۷۵ کال د طالبانو د رژيم په واکمنى کې د عرايضو او پذيرش لوى مديريت هم د تحريراتو د رياست په تشکيل کې ورزيات شو څه تر ۱۳۸۴ کاله پورى د دغه درى لوى مديريتونو په لرلو ( د قلم مخصوص لوى مديريت ، د عرايضو او پذيرش لوى مديريت او د بهرنيو اړيکو مديريت ) سره ئې فعاليت کاوه . په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري رياست د اداري اصلاحاتو د نوى طرحى په اساس د تحريراتو رياست د دفتر رياست باندى  ونومول شو څه د دغه رياست دنده د محترم جمال خان ناصري په غاړه وه او په ډير سرلوړى ئې دغه دنده پر مخ بيوله د قلم مخصوص لوى مديريت باندى ئې د اسناد او ارتباط لوى مديريت نوم کېښودل شو او د بهرنيو اړيکو مديريت د دفتر د رياست له تشکيل څخه حذف او د مطبوعاتو او د وزېر د ويندوى لوى مديريت په نامه يو نوى مديريت په تشکيل کې زيات شو چه اړوندى چارى ئې د دندو د لايحى مطابق سرته رسول کېږي .

 د دفتر رياست د وزارت د استراتيژى او موخو د ارزښتونو د پلى کولو په لار يو رغنده ځواک بلل کيداى شي .

  • د وزارتونو ، دولتي ادارو ټولو مؤسساتو د رسمي (کتبي) اړيکو تاْمينول د اړونده څانګو له لارى .
  • د وزارت د مقام او معينانو د اوامرو او هداياتو ، مکتوبونو لېږدول ( ارسال او مرسول ) د ٍٍثبت نه وروسته په دغه دفتر کې .
  • د خاصو او محرمو مکتوبونو اخستل چه د اړوندو مراجعو څخه د عدليې وزارت ته را استول کېږي .
  • د دوسيو ، مکتوبونو ، وړانديزونو او استهدااْتو اخستل او د مقام د هدايت سره سم د هغه په هکله اجراآت تر سره کول .
  • د تطبيق په منظور د وزارت مقام د اوامرو تعقيبول .
  • په مرکز او ولاياتو کې د وزارت د مقام د اوامرو تکثيرول .
  • د وزارت دمقام حکمونه او هدايات اړونده مراجعو ته ابلاغول .
  • د وزارت د ټولو اړونده اداراتو د مياشتنى ، ربعوار او کلنى د تر سره شويو اجراآتو د رپوټ (ګزارشونه ) راټولول د تحليل او تجزيې په موخه او د هغه نواقص لرى کول .
  • د وزارت د مشرتابه او کاري غونډو اجندا ترتيبول او په غونډو کې د منشي په توګه ګډون کول .
  • د وزارت د مشرتابه د غونډو د پريکړى ترتيب او اړونده مراجعو ته د پريکړو ابلاغول.
  • د وزير د کاري ليدل کتل (ملاقات) د اسنادو برابرول .
  • د رياست د اړونده څانګو څخه کنترول او مراقبت .