د بشری حقونو د ملاتړ څانګه

د بشری حقونو ملاتړ اداره په ۲۰۱۰ / ۱۳۸۹ کال کې د یو دوه اړخیز تړون پر بنسټ د عدلیې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوه. په۲۰۱۱ / ۱۳۹۰ کال کې دې اداری رامنځته کیدل د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د وزیرانو شورا له خوا تصویب شو.
د بشري حقونو ملاتړ ادارې په چوکاټ کې رسمی او قراردادی کارکونکي کارکوي. د دې ادارې بنسټیزه موخه د دولتی ادارو د ظرفیت لوړول دی ترڅو د بشري حقونو په اړه خپل نړیوال مکلفیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د بشري حقونو اداره دې موخې ته د رسیدو لپاره په لاندې برخو کې خپلې دندې ترسره کوي:
۱.د ملي قوانینو کتنه دهغه نړیوالو تړونونو په رڼا کې چې افغانستان لاس لیک کړي د هغوی سره د همغږی په موخه.
۲.په دولتي ادارو کې د بشري حقونو اړونده تړونونو د پلي کیدو څخه څارنه.
۳.د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکو میکانیزمونو د سپارښتنو تعقیبول په دولتي ادارو کې.
۴.د دولتي کارکونکو لپاره د بشري حقونو په اړه د ښونیزو پروګرامونو په لاره اچول.