د مالي او اداري معینیت د جندر د آمریت معرفي

دعدلیې وزارت د جندر آمریت، ددولت دژمنو سره سم دتعادل د رامنځته کولو څخه دملاتړ او د ښځو او نارینوو د ځواکمن کولو او برابری په برخه کې په (۱۳۹۰) کال جوړ شو او دپالیسي، پلان اوباندنیو اړیکو دریاست تر اثر لاندې یې فعالیت کولو اوپه کال (۱۳۹۱) کې دپلان، پالیسي اوباندنیو اړیکو له ریاست څخه بیل شو او اوس دمالي اواداري معینیت تر اثرلاندې فعالیت کوي.

د دې آمریت په تشکیل کې یو آمر او دوه کارپوهان فعالیت لري. دغه آمریت دعدالت اوبرابری دبهیر دقوي کېدو، دټولنیز جنسیت دبرابری، دکارکوونکو ښځو دځواکمن کولو، دښځو کارکوونکو په واسطه دخدمتونو دوړاندې کولود کیفیت اودکچې لوړولو، په کاري چاپېریال کې دټولو کارکوونکوپه تېره بیادښځو لپاره درواني اوفزیکي امنیت اومصؤنیت تأمینولو اودښځواونارینوو کار کوونکو لپاره دبرابروکاري فرصتونودپیداکولو لپاره دعدلیې وزارت له نورو ریاستونوسره همکاري کوي.

محصوروونکو عواملو او ټولنیز واقعیتونوته په پام سره چې دښځولپاره یې فرصتونه محدودکړي اوسبب شوي چې ښځې دنارینوو په شان ونشي کړای داساسي زده کړوڅخه برخمنې شي اوخپلو فطري استعدادونوته رشدورکړي، ښځې په ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي اوسیاسي برخوکې دنقش دترسره کولولپاره اکثراً کمرنګه شتون لري اوپه پایله کې دټولنیزجنسیت عدالت اوبرابري منځ ته ندی راغلی. علاوه پردې دعدلیې وزارت خلکوته داسې خدمتونه وړاندې کوي چې ددې خدمتونوډېری یې ددې وزارت تراثرلاندې اداروکې دښځوګن اوفعال شتون ته اړتیالري. ددې لحاظه دجندرآمریت په دې وزارت کې دجندردبرابری لپاره پردووعمده موخوتمرکزلري، چې دافغانوښځو"نپوا" دملي کاري پلان څخه اخیستل شوی اودغه دوه موخې عبات دي له:

  • دعدلیې وزارت دښځینه کارکوونکودظرفیت لوړول.
  • دعدلیې وزارت په کلیدي پستونوکې دښځودشتون ډېرول.

دغه آمریت ددې ددووموخودلاسته راوړلوپه منظوردټولنیزجنسیت دپالیسي سند(جندر) اولدینه علاوه دجندرستراتیژیک پلان تصویب اوتراجراء لاندې راوستی دی.

ددې آمریت عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:

  • دټولنیزجنسیت دپالیسی ترنامه لاندې ددې آمریت لپاره دپالیسی تیارول.
  • دعدلیې وزارت پراستراتیژی اودټولنیزجنسیت(جندر) پرپالیسی ولاړدجندردآمریت لپاره داستراتیژیک پلان جوړول.
  • دپوهاوي ورکونې دخپرونوپه لاره اچول اودعدلیې وزارت دخالي پوستونوددرخواست لپاره دپوهنتونونودښځینه فارغینوهڅول، سلام پوهنتون ته دلوړوزده کړولپاره ددې وزارت د(۱۱) تنوښځینه کارکوونکومعرفي کول، دکاردان پوهنتون ته دیوکلني انګلیسي ژبې دزده کړې ددورې لپاره ددغه وزارت د(۳) ښځینه کارکوونکومعرفي کول،وزارت اودبلخ ولایت ته دکارزده کولودورې ته د(۲۳) ښځینه فارغینومعرفي کول.
  • دعدلیې وزارت دوړکتون تجهیزول اوهمدارنګه دجندردپوهنیزمنول برابرول.
  • د(GIZ) مؤسسې په مالي مرسته دجندردمسایلوپه اړه ددرې ډوله پوسټرونو اویوټوک بروشورترتیب، طرح، تنظیم، چاپ اوخپرول.
  • د(JSSP) ددفترپه تخنیکي همکاری په ۱۳۹۴ کال کې دبستونو، جنس، ولایتونو اوګڼوزونونوپربنسټ دوزارت دنارینه اوښځینه کارکوونکوداحصائیو ترتیب اوتنظیم.
  • دعدلیې په وازرت کې د۴۷ دورو ورکشاپونو تدویرول اودجندر، دجندرپورې اړونداسناداوپالیسي، دتاوتریخوالي دمنع قانون، دبشرحقوق، دافغانوښځودملي کاري پلان ځانګړتیاوې، دښځوپرنفس داعتمادلوړول، دښځودآزاراواذیت مسایل اودمدیریت اورهبري موضوعاتوپه هکله دوزارت د۵۳۲ تنو په حدودوکې دکارکوونکوپوهاوي.