د وزیر په هکله
دعدلیې وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت له مرکزي ادارو ځخه دی، چې مهمې دندې یې عبارت دي له :
• دافغانستان داسلامي جمهوري ریاست دفرمانونو او قوانینو د مسوداتو ترتیبول.
• دافغانستان داسلامي جمهوري دولت له قوانینو سره دبهرنیو سوداګریزو توافقنامو، کنوانسیونو، دبین المللي حقوقي قراردادونو دسمون په اړه یې نظر ورکول.
• دهغو قوانینو او مقرراتو مسودې چې دوزارتونو او ادارو له لوري طرح کېږي دهغو غوښتنه اودنظریاتو یې ارزونه اود اړوندو ادارو د کارپوهانو په مرسته دهغو مقررو او قوانینو تکمیلول.
• وزارتونو او دولتي اداروته قانوني اوحقوقي مشورې ورکول.
• ددولت دمادي ګټو اوملکیتونو څخه دفاع اود اړتیا په صورت کې ددولت پر پور وړیو قانوني دعوه دایرول.
• دکورنیو اورعیت دشکایت پراساس دهغوی له مدني دملکیت اوکار له حقونو دفاع اودمحاکمودصادر شویو پرېکړو دعملي کولو په خاطر دمدني شخړو په اړه دلارو چارو غوره کول.
• دحقوقو په برخه کې دعامه پوهاوي دسطحې دلوړواي په اړه هڅې.
• دسیاسي ګوندونو اوجمیعتونوداساسناموارزونه،ثبت او دفعالیت لپاره هغوی ته رسمي جواز ورکول.
• دکوچنیانو داصلاح اوروزنې په مرکزونوکې له قانون نه دسرغړوونکیو کوچنیانو دچارو تنظیمول.
• دحقوقي مرستو اړوند چارو اداره اوتنظیم.
• درهنمای معاملات اوعریضه لیکونکو دکاري جواز نامو تنظیم اوصادرول.
• د تابعیت له قانون سره سم، د تابعیت د تر لاسه کولو او پرېښودلو د سندونو د قانوني پړاوونو بشپړول:
•د افغانستان په قوانینو کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو تطبیق چې افغانستان ور سره الحاق کړی دی.
• د عدلیې وزارت، د انسان او د مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمیسیون ریاست او سکرتریت هم پرغاړه لري. دغه کمیسیون ۱۶ دولتي او غیر دولتي غړي لري.
• دتقنیني اسنادو چاپ او نشر .
• دثبت شویو سوداګریزو نښو خپرول اوپه رسمي جریده کې دثبت شویو اسنادو اعلانونه .
دعدلیې وزارت دافغانستان داسلامي جمهوري دولت داساسي قانون په چوکاټ کې ددولت داساسي تشکیلاتو قانون اودهېواد په نورو تقنیني اسنادو کې کارکوي، نورقوانین اومقررات چې دعدلیې وزارت له کاري چاپیریال سره مستقیمې اړیکي په لاندې ډول دي.
قانون
مقررې اواساسنامې
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.