دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دعدلیې وزارت دمسلکي مرستیال فضیلت‌مآب محمدقاسم"حلیمی" ژوندلیک

د ژوندانه لومړي وختونه:

محمدقاسم"حلیمی"دګران هیواد افغانستان دلوګر ولایت د خروار په ولسوالۍ کې په ۱۳۵۲هـ.لمریزکال په یوه دینداره کورنۍ کې زیږېدلی دی دژوند لومړۍ شپې ورځې یې په لوګر ولایت کې تېرې کړي دی، لومړۍ زده کړې یې دپاکستان په افغاني لېسه کې ترسره کړي، ثانوی زده کړی یې په ۱۹۹۴ د الازهر په پوهنتون کې ترسره کړې دي .

زده کړې یې:

- ماستري یې دمصردقاهرې په پوهنتون کې جریان لري.

- دشرعیاتو اوحقوقو په برخه کې له الازهر پوهنتون څخه لېسانس ترلاسه کړي.

کاري تجربه یې:

- دبهرنیو چارو په وزارت کې دتدقیق اومطالعاتومدیر.

- په مزارشریف کې دبهرنیو چارو دوزارت دنمایندګۍ رئیس.

- دبهرنیوچارو دوزارت دتشریفاتو دریاست مرستیال.

- دسترې محکمې دقضایې تفتیش عمومي رئیس.

- دسترې محکمې دقضایې تفتیش اوکنترول عمومي رئیس.

- دسترې محکمې دمالي او اداري چارو عمومي رئیس.

- دقضایې ستاژ استاد.

- دښوونې او روزنې دوزارت سترسلاکار.

- دسولې دعالي شوری سیاسي سلاکار.

- دآسیا بنسټ دموسسې حقوقي سلاکار.

- دافغانستان دعلماؤ دسرتاسري شوری غړی او ویاند.

- دقبآ دغنیزبنسټ رئیس.

- د ا.ا.ج دولت دملی امنیت شوری ددیني چارو رئیس اودسولې دعالي شوری غړی.

ستاینلیکونه:

- دتفتیش په ریاست کې یولومړی درجه ستاینلیک اودوه دويمه درجه ستاینلیکونه.

- دسترې محکمې دمالي اواداري ریاست پرمهال لومړۍ درجه ستاینلیک اودویمه درجه ستاینلیک.

- دافغانستان دجمهوري ریاست دعالی مقام له لوري له اداري فساد سره دمبارزې اوپه مالي او اداري چاروکې دمیر مسجدي خان عالی دولتي مډال.

- د آسیا فونډېشن له لوري یوبین المللي ستاینلیک.

ژبې:

پښتو، دري، عربي اوانګلیسي