د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو د مرستیالې فضیلتمآب ډاکتر ذکیه عادلی ژوند لیک

د ډاکټر ذکیه عادلي ژوند لیک

ځانګړنی:

ډاکټره ذکیه عادلي په ۱۳۵۹ هـ ل کال کې په یوه روڼ اندې او مذهبي کورنۍ کې زېږېدلې ده او زده کړې یې له لومړنیو زده کړو نیولې تر دوکتورا (PHD) پورې د سیاسي علومو په برخه کې په ایران کې سرته رسولي دي.

تحصیلي سابقه:

(PHD) یې د تهران له تربیت مدرس له پوهنتون څخه د سیاسي علومو د تخصص په برخه کې ترلاسه کړې ده.

کاري سابقه یې:

 - له ۱۳۹۶ هـ ل کال نه تر اوسه په کابل پوهنتون کې د بین المللي اړیکو او سیاسي علومو کدري استاذ.

 - له ۱۳۹۶ هـ ل کال نه تراوسه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د څېړنو د کومېټې رئیسه.

 - د ۱۳۹۴ هـ ل کال له لومړیو نه تراوسه د ښځو په فکري بنسټ کې د مطالعاتو د دیپارتمنت رئیسه.

 - له ۱۳۹۳ تر ۱۳۹۴ هـ ل کال پورې د کاتب پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي رئیسه.

 - له ۱۳۸۷ نه تر ۱۳۹۱ هـ ل کال پورې د تهران په خیریه مؤسساتو کې همکار استاذ.

 - له ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۸۲ هـ ل کال پورې د ډاکار په مؤسسه کې د ښځو د برخې مدیره.

 - له ۱۳۷۶ نه تر ۱۳۷۸ هـ ل کال پورې په ایران کې دمهاجرینو د عالي کمیشنرې پر څارنې لاندې د عمومي کتابتون رامنځته کوونکې او مدیره.

 - له ۱۳۷۳ نه تر ۱۳۷۶ هـ ل کال پورې په ایران کې د مهاجرینو د فرهنګي ټولنې جوړوونکې او مدیره.

له ۱۳۹۷ هـ ل کال وروسته د عدلیې وزارت ټولنیزو چارو د مرستیالې په توګه

د عدلیې وزارت په تشکیل کې د ټولنیزو چارو معینیت نوی رامنځته شوی دی، د ټولنیزو چارو معینیت د حقوقي آسانتیاو د لوی ریاست کاري چارې په مستقیم ډول تر غور لاندې نیسي او همدا رنګه د بشري حقونو، انسجام ریاست او د جندر آمریت د څارنې او ارزونې مسئوولیت پرغاړه لري.

اجرایي سوابق

  • په ۱۳۸۳ هـ ل کال په ایران کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د کومېټې غړې.
  • له ۱۳۷۴ نه تر ۱۳۷۶ هـ ل کلونو پورې د ایران په بیرجند پوهنتون کې له کانکور پرته د مهاجرو محصلینو د مننې طرح کوونکې او اجرایي مدیره.

تألیفات او څېړنې

  • د ملګرو ملتونو د امنیت سازمان او د افغانستان برلونونه- کتاب په ۱۳۸۶ هـ ل کال د عرفان خپرندویه ټولنې چاپ.
  • له ښکېلاکي حالاتو وروسته د اساسي قوانینو شمېر-کتاب په ۱۳۹۴ هـ ل کال د کاتب خپرونو چاپ.
  • په لږو برمخ تللیو هېوادونو کې د ښځو حالت؛ د مقالو ټولګه تر چاپ لاندې.
  • شعري ټولګه ٬٬ زیباي مه آلود ،، تر چاپ لاندې.

څېړنې علمي مقالې:

  • په اسلام کې د دیپلوماسۍ بدلون او بین المللي حقوق، څېړنیزه علمي مقاله، په ۱۳۹۶ هـ ل کال د کابل پوهنتون په علمي مجله کې چاپ شوې ده.
  • د افغانستان ۱۳۴۳ او ۱۳۶۴ هـ ل کالونو د ټآکنیزو قوانینو تحقیقي او څېړنیزې کره کتنې مقاله په ۱۳۹۵ هـ ل کال اندېشهّ معاصر فصلنامه کې چاپ.
  • د افغانستان د اساسي قوانینو د ډولونو په اړه څېړنیزه مقاله د اساسي قانون د نمونو په رڼا کې، د منځني ختیځ د پوهنیزې او څېړنیزې فصلنامې چاپ ۱۳۹۵ هـ ل کال.
  • په افغانستان کې د دیموکراسۍ زیانونه پېژندلو په اړه څېړنیزه او پوهنیزې مقاله په ۱۳۹۴ هـ ل کال د کاتب فصلنامې چاپ.
  • په سوله کې د ښځو نقش د ملګرو ملتونو د امنیت شوري له نظره علمي او تخصصي مقاله؛ د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په تصلنامه کې چاپ ۱۳۹۳ هـ ل کال.
  • په افغانستان کې د دیموکراسۍ د درزونو په اړه پوهنیزه او څېړنیزه مقاله ( د ظاهرشاه او اوسني وضعیت) د بین المللي اړیکو د څېړنو تحقیقي او علمي فصلنامې چاپ ۱۳۹۲.
  • له استعمار وروسته د ښځو د وروسته پاتې ساتلو د څرنګوالي په اړه پوهنیزه او څېړنیزه مقاله د ښځو د نړیوالې غونډې او اسلامي ویښتابه د غوره مقالو په کتاب کې چاپ ۱۳۹۱ هـ ل کال.
  • او نورې مقالې.
  • لارښود استاد، مشاور او د ماسټرۍ په تر ۲۰۰ تېزسونو څخه زیاتو کې حکم.
  • په پوهنیزو او تخصصي خپرونو کې لیکواله او د لیکنې هیئت غړې. ( فصلنامه اندېشه، فصلنامه سیاست خارجي، فصلنامه کاتب، فصلنامه حقوق و سیاست، فصلنامه پژوهي خاورمیانه.)

   ژبې

   دري، پښتو، او انګلیسي.