خبرلیکونه

بهرني اتباع له افغانستان څخه د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي

کابل- شنبه 27 سنبله 1396

د ۱۳۹۶ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترکیې، هندوستان، چین، فرانسې او د ځینو نورو هېوادونو ۱۰ تنه اتباع له افغانستان څخه د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده، او د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو د ډېری غوښتونکو دلیل د افغانستان له اتباعو سره واده (ازدواج) دی.

همدارنګه د افغانستان د اتباعو له لوري د تابعیت د پرېښودلو غوښتنې هم مطرح شوي دي، د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ددې هېواد ۵۰۷ تنو د ا.ا.ج دولت ته د تابعیت د پرېښودو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د افغانستان د تابعیت د پرېښودو ډیری غوښتنلیکونه د هغو اتباعو له خوا مطرح کېږي چې د ایران، هالند او اوکراین په هېوادونو کې اوسېږي. ددې غوښتنلیک ورکوونکو ډېری وایي چې د بل هېواد د تابعیت د لاسته راوړلو په منظور لازم دی چې د افغانستان تابعیت پرېږدي؛ ځکه د ځینو هېوادونو قوانین دوه ګونې تابعیت نه مني.


له اوو زره اووه سوه او نوي جریبو څخه زیاته دولتي ځمکه  د دولت په ګټه فیصله شوه

کابل یکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶

 

ددې قانون پربنسټ چې د عدلیې وزارت د محاکمو پروړاندې  ددولت له مالي  حقوقو او قانوني ګټو او په خاص ډول ځمکه او منقول او غیر منقولو شتمنیو څخه دفاع کوي.

ددې ادارې مسلکي غړي له ورځنیزو هڅو روسته و توانېدل چې د ۱۳۹۶ مالي کال په اولني ربعه کې د تمیز په مرحله کې  د ۲۷۹۰ جریبه ځمکې سره موازي او ۵ بسوې ځمکه، ۲۸۰۶ متر مربع تجارتي ځمکه، ۶۶۱۶ متر مربع کرنیزه ځمکه، ۷ بابه دوکانونه، ۲ دربنده حویلی، ۲ بابه آپارتمانونه، (۲۸۴۹۱۰۷۰۰) (دوه سوه څلور اتیاملیونه  نه لکه لس زره اووه سوه) افغانۍ (۱۳۵۲۴۰۹۲) (دیارلس میلیونه پنځه لکه او څلور ویشت زره دوه نوي) امریکايي ډالره ددولت په ګټه پای ته ورسوي.

د دولت د قضایاوو د قانون پربنسټ، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د هغوی هغه منقول او غیر منقول مالونه چې د اشخاصو او افرادو په واسطه د غیرقانوني تصرف د غصب مورد ګرځېدلې وي، له خپل استازي سره خپل سندونه او مدارک هم یوځای معرفي کړي ترڅو په مشترک ډول له عامه حقونو څخه دفاع وکړو.