د اداری او مالی چارو د ریاست لنډه پیژندنه !

د مالي او اداري ریاست، د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه  یو  دی. دغه  ریاست، د عدلیې وزارت د ۱۳۴۱کال په تشکیل کې داخل شو.

د مالي او اداري د ریاست تشکیل:

  د مالي او اداري ریاست د ۴ آمریتونو  او ۱ مدیریت لرونکې دی.

د خدماتو (آمریت)؛  دغه آمریت پخپل جوړښت کې یو بست د ترانسپورت لوی مدیریت ،  د مدیریت څلور بستونه (د ساتنې مدیریت)، د کلوپ مدیریت، د تیلو د لیږد او مصرف مدیریت، تخنیکی- فنی مدیریت، (دکلوپ مامور(استازي)، د ساتنې مامور) د مدیریت اوه بستونه، د مراجعینو د نوم لیکنې او راجستر دوه بستونه ، د ترانسپورت د تنظیم مامور، د تیلو د لیږد استازي- تخنیکي مامور، د پخلۍ او د پخلۍ شاګرد دوه بسټونه، ماهر کارکونکې ۶ بسټونه ، دریور ۲۶ بسټونه او د خدماتي کارکوونکې ۱۹ بسټونه، دي.

د جنسي محاسبی آمریت؛ دغه څانګې پخپل جوړښت کې دوه بستونه د لوی مدیریت(د تحویلخانې چمتو کولو لوی مدیریت، د جنسي محاسبی لوی مدیریت)، د مدیریت ۵ بستونه(د ملکیتونو مدیریت، د خوندي خونې د دیتابیس مدیریت، د جنسی محاسبې مدیریت، د خوندي خونې د مدیریت ۲ بستونه)، د تحویل دار ۳ بستونه( د تیلو تحویل دار، د قرطاسې تحویل دار، د ودانیو تحویل دار ، د قرطاسې د لاس لاندې تحویل دار، د تیلو او داغمه جاتو د لاس لاندې تحویل دار) دي.

د مالوماتي تکنالوژۍ د سمون آمریت؛ دغه آمریت پخپل جوړښت کې د متخصص ۴ بستونه(د شبکې او د خدمت کوونکې د همغږۍ متخصص، د مالوماتی تکنالوۍ او د اداری ماشینونو متخصص، د ترمیم او د  ستونزود حلولو متخصص، د سافتویر سیستمونو د ارزونې متخصص) د سافتویر انجنیر ۱ بسټ، د شبکې د ساتنې مسئول ۱ بسټ او د سندونو او اړیکو ۱ بسټ دي.

د حسابي او مالي آمریت: دغه آمریت په خپل جوړښت کې د بودجې لوی مدیریت، د معاشاتو مدیریت ۲ بستونه ، د تحصیلی عوایدو مدیریت ۱ بست، د حواله جاتو مدیریت ۱ بست، د دفتر داری مدیریت 1 بست، د ولایتی او مرکزی د تخصیصاتو مدیریت ۱بست، د پرمختیایی بودجی مدیریت ۱ بست، د تادیاتو مامور ۱ بست، د حواله جاتو مدیریت ۱ بست، د مرکزی تخصیصاتومامور ۱ بست، د ولایتی تخصیصاتو مامور ۱بست، د تحصیلی عوایدو مامور ۱بست، د دفترداری مامور ۱ بست، او د بستونه ( تحصیلی خزانه دار، د معاشاتو خزانه دار، د مصارفو خزانه دار)، دي.

اداری مدیریت؛ دغه مدیریت پخپل جوړښت کې د مامور ۲ بستونه دي.

د مالي او اداري ریاست عمده او اساسي  موخه:

 د مراجعینو او کارکونکو لپاره مالوماتي تکنالوژۍ آسانتیاوو ، لوژستکي، مالي او اداري ګټورو، موثرو او  شفافو خدمتونو وړاندي کول.

د اداري او مالي ریاست عمده او اساسي دندې:

-د ولایتي او مرکزي دفترونو لپاره د بودجوي تخصیصاتو اجرآ.

- د وزارت د عوایدو راټولول او د دولت د عوایدو عمومی حساب ته تحویلول.

-د وزارت د کلنۍ پرمختیایي او عادي بودجې ترتیبول.

-د وزارت د احصایوي پلانونو ترتیب او تنظیمول.

-د کارکوونکو لپاره د ترانسپورتي خدمتونو وړاندي کول.

-د عدلېي و زارت د شتمني ساتنه او مراقبت.

-مالوماتی تکنالوژۍ  د تسهیلاتو وړاندي کول.