د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

د افغانستان د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه یو یې د نشراتو او عامه اړیکو ریاست دی. دا وزارت د رسمي جریدې د امتیاز څښتن دی، د عدليې وزارت د قانوني پړاوونو د طی کولو د «۴۰» مادې د قانون د حکم پراساس د تقنیني اسنادو د خپراوي او انفاذ دنده لري چې د دولتي او نادولتي ادارو د کارمندانو او د هېواد د نورو اوسېدونکیو او مسئولینو د پوهاوي لپاره قوانین، تقنیني فرمانونه او اسناد، بین المللي حقونه چې افغانستان له هغو سره تړاو پیدا کړی دی، وروسته له توشیح او یا وروسته له هغې چې د اساسي قانون له «۹۴» مادې سره سم توشیح شوی وګڼل شي، په رسمي جریده خپاره کړي.

دا ریاست د دوه آمریتونو او د دوه مدیریتونو لرونکې دی

  • د رسمي جریدې آمریت.
  • د عامه اړیکو آمریت.
  • د کتابتون مدیریت.
  • اداري مدیریت.

د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست مهمې دندې.

  • په رسمي جریده کې د خپراوي او چاپ لپاره د تقنیني اسنادو برابرول.
  • د سوداګریزو نښو او د اسنادو د ثبت د نښو چاپ او خپراوي ته برابرول.
  • د مطبوعاتي چارو انسجام.
  • د حقوقي پوهاوي د میاشتینۍ او عدالت مجلې د چاپ او خپراوي د چارو برابرول.
  • په ورځپاڼو او خبري بولټنونو او نورو ادارو او بین المللي مؤسساتو کې ګډون؛
  • له خپرنیزو او رسنیزو ادارو سره د همغږۍ د اړیکو رامنځته کول.
  • د اطلاعاتو غوښتونکو ته د اطلاعاتو رسول.
  • له رسنیو سره د اړیکو قایمول.
  • د ټولنیزو پاڼو او ویب سایټونو (فیسبوک، ټویټر او یوټیوب) چلول.

د رسمي جریدې آةریت:

د افغانستان د اسلامي دولت یواځینئ خپرندویه رسمي جریده ده، چې د لاندې قانوني پړاونو ملي کولو د قانون د «۴۴» مادې د حکم پربنسټ د تقنیني نسادو انفاذ په رسمي جریده کې خپروي او په مرکز او ولایاتو کې یې وېشي:

  • قانون، تعدیل، زیاتوالی، لغوه کېدل، د هغې د حکمونو له مځه تلل، د توشیح پربنسټ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهوررئیس فرمان او د پارلمان د دواړو خونو پرېکړه.
  • د حکومت تقنیني فرمانونه.
  • ژمن لیکونه، توافق لیکونه، بین المللي ژمن لیکونه، اړوند پروتوکولونه او د بین المللي حقوقو اسناد چې د ملي شوري له لوري تصدیق شوي وي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رئیس فرمان چې د پارلمان پرېکړه یې توشیح کړې وي.
  • فرمانونه، تعدیل، زیاتوالی، الغاء او د حکمونو له منځّ وړل.
  • مقرره، تعدیل، زیاتوالی، الغاء او د هغو د حکمونو له منځه وړل او د حکومت د فیصلو په برخه کې.
  • حکومتي پرېکړې چې قانوني ماهیت ولري.
  • د تعدیل لایحه او کړنلاره، زیاتوالی، لغوه کېدل او د هغو د حکمونو له منځه تلل او د ادارې د مسئول د پرېکړو په برخه کې.
  • د ثبت شویو سوداګریزو نښو ځانګړنې.

دا آمریت د درې مدیریتونو لرونکی دی:

  • د چاپ او سوداګریزو خبرتیاو مدیریت.
  • د وېش او خرڅلاو مدیریت.
  • د عدالت مجلې مدیریت.

د چاپ او سوداګریزو خبرتیاو مدیریت:

  • د افغانستان د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې د چاپ او خپراوي لپاره د تقنیني اسنادو سافت کاپي ترلاسه کول.
  • د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مرکزي ثبت له ریاست څخه د سوداګریزو خبرتیاو سافت کاپي او هارډ کاپي ترلاسه کول. له اصلاح وروسته به د رسمي جریدې په شکل چاپېږي.
  • د چاپ لپاره د حقوقي خبرتیا او عدالت مجلې میاشتینی سافت کاپي ترلاسه کول.

د خرڅلاو او وېش مدیریت.

  • د وړیا وېش له جدول سره سم د رسمي جرایدو وړیا وېشنه.
  • دنافذه قوانینو او رسمي جریدو د وړیا ترلاسه کولو لپاره (دولتي ادارې، سکتوري ادارې، ځانګړي شخصیتونه کولای شي د رسمي عریضې یا وړاندیز لیک په وسیله په وړیا توګه د رسمي جرایدو غوښتنه وکړي، د وزارت د مقام له احکامو وروسته وړیا رسمي جراید ترلاسه کولای شي).
  • د نافذه قوانینو او رسمي جرایدو د پېرلو لپاره (رانیونکي کولای شي په آزادانه توګه د پیسو په مقابل کې رسمي جراید او نافذه قوانین وپېري).
  • پر پېرودونکیو ګډونوالو د رسمي جرایدو وېش (دولتي او نادولتي ادارې او ځانګړي وګړي په خپلواکه توګه کولای شي چې د ټاکلیو پیسو په مقابل کې په رسمي جرایدو کې ګډون وکړي او هره میاشت رسمي جریدې او د عدالت ترلاسه کړي).

د عدالت مجلې مدیریت:

د عدالت میاشتینئ مجله ددې وزارت له تخصصي خپرونو څخه ده؛ د پوهنیزو حقوقي مقالو په خپرولو سره یې علمي څېړونکیو او نورو مینه والو ته یې د علمي او حقوقي مطالعې زمینه برابره کړې ده.

د عامه اړیکو او مطبوعاتو آمریت:

دا آمریت د ملي وحدت د حکومت د «۱۳۹۴» یم د ملي ستراتیژۍ د اړیکو پربنسټ د عدلیې وزارت د ۱۳۹۶ هـ ش د اړیکو ستراتیژي، د عدلیې وزارت د قانون او عدالت ستراتیژي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ټولنیزو رسنیو د قانون په برخه کې فعالیت کوي، دا آمریت د عدلیې وزارت د ویاندویې او اطلاع رسولو دنده هم ترسره کوي.

د اطلاعاتو غوښتونکیو ته اطلاعات برابرول، د ویب سایټ او ټولنیزو پاڼو فعال ساتل، د وزیر لپاره بیانیه لیکل، رسنیو ته خبرونه استول، د مطبوعاتي کنفرانسونو دایرول له رسنیو سره د اړیکو ساتل ددې آمریت له بنسټیزو دندو څخه دي.

ددې آمریت د خبر رسولو لارې چارې:

  • د مطبوعاتي کنفرانسونو دایرول.
  • له رسنیو سره خبرې اترې.
  • رسمي ایمیلونو ته ځواب ویل.
  • د خبرپاڼو برابرول.
  • په ویب سایټ کې یې خپرول.
  • په ټولنیزو پاڼو (فیسبوک، ټویټر او یوټیوب) کې خپرول.
  • د اطلاعاتو د فورمو وېشل.
  • له وګړیو سره مستقیمې اړیکې.
  • په ټولنیزو، فرهنګي او رسنیزو پروګرامونو کې ګډون.

د کتابتون مدیریت:

دا مدیریت د کتابتون د چارو د څارنې، تنظیم او ساتنې په موخه رامنځته شوی دی، ددې مدیریت بنسټیزې دندې د کتابتون اړتیاوې په نښه کول، د اسنادو له مخې د کتابونو له شتون څخه څارنه، د حقوقي خبرتیاوو د اخبار ورځپاڼو او نورو نشراتو وېشل دي.

اداري مدیریت:

دا مدیریت اداري چوپړتیاوې او هغه دندې چې ددې وزارت له پالېسیو سره برابرې وي، ترسره کوي.