د حقوقي مرستو رياست

د حقوقي مساعدتونو لوی ریاست د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له مسلکي ریاستونو څخه یو دی. دغه ریاست، لومړی په ۱۳۶۸ کال کې د سترې محکمې په چوکاټ کې رامنځته شو او د ۱۳۸۶ کال تر پای پورې یې د هېواد په قضایي ساحه کې فعالیت کاوه. له ۱۳۸۷ کال وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د ریاست له فرمان سره سم، له ټول پرسونل سره یې د سترې محکمې له تشکیل څخه د عدلیې وزارت ته ولېږدل شو. دغه ریاست د حقوقي مساعدتونو د مقررې پربنسټ د وړیا حقوقي مرستې د وړاندې کولو لپاره خپلې دندې تعقیبوي چې د حقوقي مساعدتونو مقرره د مدافعو وکیلانو د قانون د درېیمې مادې د حکم له مخې دحقوقي مساعدتونو د ادارې ډول د تنظیم، تشکیل، دندو او واکونو په منظور او د حقوقي مساعدینو د فعالیت او په هغو پورې د نورو اړوندو چارو د تنظیم په منظور وضع شوې ده.

د حقوقي مساعدتونو لوی ریاست د ۲ آمریتونو، د ټیلفون د کرښې (۱۸۸) مشورې ورکولو د ۱ مرکز، د ۱ ادارې مدیریت او د حقوقي مساعدتونو د بورد لرونکی دی.

  • د حقوقي مساعدتونو آمریت: دغه آمریت په خپل تشکیل کې د حقوقي مساعدینو ۳۱ مسکلي بستونه لري.
  • د حقوقي عامه پوهاوي آمریت: دغه آمریت په خپل تشکیل کې د مدني تعلیماتو د ښوونکو د ۴ بستونو، د تبلیغاتو او خپرونو په برخه کې د ۳ بستونو، د حقوقي عامه پوهاوي د لوی مدیر د ۱ بست او د حقوقي عامه پوهاوي د مبلیغینو د ۴۹ بستونو لرونکی دی.
  • د ټیلفون د کرښې د مشورې ورکولو مرکز (۱۸۸).  
  • د حقوقي مساعدتونو بورد: دغه بورد په خپل تشکیل کې د بورد د غړو د ۵ بستونو لرونکی دی.
  • ادارې مدیریت: دغه مدیریت د ادارې مدیر او مامور لرونکی دی.

د حقوقي مساعدتونو د لوی ریاست موخې: دغه ریاست د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۳۱ مادې، د مدافعو وکیلانو د قانون، د حقوقي مساعدتونو د مقررې او د حقوقي مساعدتونو د ملي پالېسۍ پربنسټ په مرکز او ولایتونو کې، په جنایي قضیو کې د بېوزلو مظنونینو لپاره او په مدني قضیو کې د بېوزلو ښځو او اطفالو لپاره حقوقي مرسته وړاندې کوي.

د حقوقي مساعدتونو د لوی ریاست عمده او اساسي دندې

  • وړیا حقوقي مساعدتونو ته د بېوزلو مظنونینو او تورنو کسانو د لاس رسي د زمینې برابرول؛
  • د حقوقي مرستې په وړاندې کولو کې د بېوزله مظنون او تورن د حقوقو تأمینول؛
  • په دوامدار ډول مظنون او تورن ته د اعتماد وړ حقوقي مرستې وړاندې کول؛
  • د مدافعو وکیلانو په واسطه د وړیا حقوقي مرستو د وړاندې کولو تنظیم.
  • په جزايي او مدني قضیو کې د حقوقي مرستو د وړاندې کولو له فعالیت څخه د حقوقي مساعدتونو د ادارې او د غیر دولتي موسسو د حقوقي مساعدینو د فعالیت سمون.
  • له حقوقي مرستو څخه څارنه او د حقوقي مساعدینو د اجراآتو ارزونه.
  • د بېوزله مظنون او تورن لپاره له عدلیې تعقیب څخه په هر پړاو کې د حقوقي مساعد تؤظیف.
  • د دندې تر سره کولو په وخت کې له اړونده حقوقي مساعدینو سره د حقوقي او عدلي ادارو د مسوولینو له همکارۍ څخه د ډاډ تر لاسه کول.
  • د امکان په صورت کې د بېوزلو اطفالو او ښځو لپاره په مدني قضیو کې د حقوقي مرستې د وړاندې کولو په غرض د حقوقي مساعد تؤظیف .
  • د وړاندې شوو حقوقي مرستو د دقیقې احصایې راټولول او په مرکز او ولایتونو کې د حقوقي مساعدینو له اجراآتو څخه څارنه.