د اطلاع رسونې مسئوله مرجع

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له حکمونو سره سم، د هېوادوالو پر وړاندې په ځواب ورکولو ژمن دی او تل د دې ادارې د خدمتونو په اړه د اطلاعاتو وړاندې کولو ته چمتو دی. هغه هېوادوال چې ددې وزارت د فعالیتونو اړوند د بېلابیلو اطلاعاتو غوښتونکي وي، د اطلاعاتو د غوښتنې د فورم له لارې دې خپلې پوښتنې مطرح او د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د خپرونو ریاست د مطبوعاتو د آمریت د اطلاعاتو د لاسرسي مسئوول ته وسپاري.

د اطلاعاتو د غوښتنې له فورم څخه د ګټې اخیستنې لارښود

د لاندې لینک په کېکاږلو سره، د اطلاعاتو د غوښتنې فورم ډاونلوډ او ډک کړئ. له هغې څخه وروسته، هغه، د خپرونو او د عامه اړیکو ریاست د مطبوعاتو آمریت اطلاد عاتو د لاسرسۍيمسئوول ته وسپارئ.

همداراز تاسو کولای شۍ د بریښنالیک له لارې د اطلاعاتو غوښتنه وکړئ. خو مخکې له دې، لاندې الکترونیکي فورم ډاونلوډ او ډک کړئ، وروسته یې د اطلاع رسونې د مسئوول برېښنالیک پتې ته ولېږئ.

د اطلاعاتو د غوښتنې الکترونیکي فورم ډاونلوډ کړئ

 

د اطلاعاتو د وړاندې کولو میعاد

د اطلاع رسونې مسئوول مکلف دی ترڅو غوښتل شوي اطلاعات په خپل وخت سره د لسو ورځو په موده کې تاسو ته ولېږي، د مؤجه دلایلو د شتون په صورت کې، دا موده د لسو نورو ورځو لپاره تمدیدېدای شي. د اطلاع رسونې مسئوول د افرادو شخصي اطلاعات چې  (نوم، تخلص، د اوسېدنې د ځای پته، د کار ځای، د شخصي او کورني ژوند وضعیت، صحي سندونه، یادښتونه، مراسلات، راکړه ورکړه، بانکي حساب، پاسورد او نور هغه اطلاعات چې د هغه له رسمي دندو سره تړاو ونلري) پکې شاملېږي، تاسو ته نشي درکولای. رسنیو او ژورنالستانو ته او د اشخاصو د خوندیتوب او د شخص د ځان یا آزادۍ د ساتلو په منظور د اطلاعات وړاندې کول ددې حکم تابع نه دي.

ممنوعیتونه

د لاندې اطلاعاتو وړاندې کول، منع دي:

۱- په هغه صورت کې چې خپلواکي، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او عامه امنیت له خطر سره مخ کړي.

۲- په هغه صورت کې چې له افغانستان سره د نورو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پرې کولو لامل  وګرځي.

۳- په هغه صورت کې چې د شخص ځان او مال له خطر سره مخ شي.

۴- په هغه صورت کې چې د جرم د کشفولو خنډ یا د جرم د ارتکاب د مخنیوي خنډ وګرځي.

۵- په هغه صورت کې چې د تورن د کشف، تحقیق او تعقیب بهیر یا په دې برخه کې د احتیاطي تدبیرونو نیول اخلال کړي.

۶- په هغه صورت کې چې د عادلانه محاکمې یا د حکم د تنفیذ بهیر اخلال کړي.

۷- په هغه صورت کې چې د شخص خصوصي حریم نقض کړي.

۸- په هغه صورت کې چې اطلاعات د سوداګریزو موضوع ګانو، شخصي ملکیتونو او بانکي حسابونو په اړه وي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، پرلپسې ګڼه ۱۲۹۷