دتقنین دعمومي ریاست لنډه پیژندنه

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت دعدلیې وزارت دقانون جوړونې، علمي اوحقوقي څېړنو په برخه کې یو هم دتقنین انستیتوت عمومي ریاست دی، دا ریاست دعدلیې وزارت په چوکاټ کې په ۱۳۳۵هـ.ل کال دتقنین دعمومي مدیریت ترنامه لاندې رامنځته شو، په ۱۳۳۷هـ.ل کال دقانون دمراعت اصول نامه خپره اودتقنین عمومي مدیریت دتقنین ریاست ته لوړ کړای شو، دبن له ژمنو وروسته دې ریاست هم ځان له نو یو شرایطو سره برابرکړ او اړتیاو په پاملرنه یې ددولت دتګلارې دتحقق په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړ او په دې موده کې یې سلګونه تقنیني اسناد (قوانین، مقررې، اساسنامې،او تقنیني فرمانونه) یې ترتیب، ځېړلي اوله پړاوونو یې تېرکړي دي.

"دقانون جوړونې، پوهنیزو څېړنو اوحقوقي چارو د انستیتوت دعمومي ریاست جوړښت" دقانون جوړونې، پوهنیز دڅېړنو اوحقوقي چارو د انستیتوت عمومي ریاست په خپل جوړښت کې دیوه مرستیال او (۹) بسته ریاستونو ددیپارتمنتونو لرونکی دی چې په لاندې ډول دي.

دتقنین دعمومي ریاست مرستیال:

  • د رسمي اسنادو د ژباړې دبورډ ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې(۱۵)کسه دکار پېژاند اودتقنیني اسنادو ژباړونکي دي اودوه بسته یې(مدیر اومامور) د اسنادوتصدیقوونکی دي،
  • دبین المللي قوانینو اوبشری حقونو دديپارتمنت ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • دخصوصی سکتور اوسوداګریزو قوانینو دديپارتمنت ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • دکار او ادارې دقوانینو ددیپارتمنت ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • د روغتیا، فرهنګ اوزده کړه نیزو قوانینو دځانګې ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • د مالي او وټه ییزو قوانینو دڅانګې ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • د جزایي قوانینو دځانګې ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • دمدني قوانینو دځانګې ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې د(۸) بستونو(۳،۴،۵) مسلکي غړیو لرونکی دی.
  • دقوانینو د زده کړې، تشریح اومطالعې دڅانګې ریاست، دا ریاست په خپل جوړښت کې(۵) مسلکي غړي دڅېړنې او څېړنې دمطالعې دڅانګې، دقوانینو د زده کړې تشریح، مطالعې او زده کړې دڅانګې آمریت(۱)بست، دقوانینو د زده کړې، مطالعې اوتشریح مدیریت دڅانګې د(۲) بستونه لري.
  • د قوانینو د تسوید کومېټه، داکومېټه د(۵)بستونو(۳،۲) دکومېټې دغړیولرونکې ده.
  • د اړیکو اواسنادو آمریت، دا آمریت پخپل تشکیل کې دقوانینو دديټابیس یو بست عمومي مدیریت،(۲) بستونه (مدیر اومامور) دقوانینو د احصایې اوتصنیف،(۱) بست اداري مدیریت،۳ بسته اداري مامورین او۴ بسته کمپیوترکاران لري.

دقانون جوړونې، پوهنیزو څېړنو اوحقوقي چارو د انستیتوت د عمومي ریاست بنسټیزې اومهمې موخې:

دحکومت دقانون جوړونې په چاروکې څېړنیزه، پوهنیزه لوړترینه اداره دتقنین انستیتوت دی، چې تقنیني اسناد(قوانین،فرمانونه، مقررې،اساسنامې او تعدیلات،ضمایم اوپه هغوکې زیاتوالی، له منځه وړل، او د وزیرانو دشوری پرېکړې چې دقانوني ماهیت لرونکی وي) طرح، تسوید اوڅېړي او د پړاوونو دوهلو لپاره یې د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د وزیرانو شوری ته وړاندې کوي.

دقانون جوړنوې پوهنیزو او حقوقي ځېړنو دانستیتوت دعمومي ریاست مهمې اوبنسټېزې دندې:

  • دتقنیني اسنادو برابرول اوتسوید.
  • دتقنینی اسنادو دلومړۍ طرح څېړنه.
  • دتعدیل دطرحې څېړنه، د وزارتونو اونورو دولتي ادارو له غوښتنې سره سم په تقنیني اسنادوکې زیاتوالی اولرې کول.
  • دبین المللي تړونونو اوژمنلیکونو څېړنه.
  • دهغو بین المللي کنوانسیونو اوتړونونو اوژمنلیکونو په نظرکې نیولو سره چې افغانستان ورسره یوځای شوی دي دتقنیني اسنادو دتعدیل وړاندیز ترتیب او برابرول
  • حکومت ته په اړینو برخو کې دقانوني مشورو په اړه دنظر څرګندونه.
  • وزارتونو او نورو دولتي اداروته دقانوني مشورو ورکول.
  • دقانون جوړونې په برخه کې دعلمي اوحقوقي څېړنو ترسره کول.
  • دهمغږۍ د رامنځته کېدو لپاره د اړوندو ادارو داستازیودګډو غونډو دایرول.
  • دژمنلیکونو، تړونونو، تفاهم لیکونو، ژمنلیکونو، پروتوکولونو،کنوانسیونونو او نورو بین المللي تړونونو په برخه کې د اساسي قانون او نورو قوانیو له حکمونو سره دسمون په اړه دنظر څرګندول.
  • د اساسي قانون اونورو قوانینو له حکمونو سره د وزارتونو او نورو ادارو د ترتیب کړیو طرحو دسمون لپاره مطالعه.
  • دقوانینو دصحیح تطبیق او پوهېدنې په اړه له وزارتونو اونورو دولتي ادارو سره د اړیکو قایمول .
  • دهیواد دحقوقي نظام د رشد اوتکامل په موخه د نورو هیوادونو د قوانینو مطالعه او له هغو څخه استفاده.
  • دقانون جوړونې د اړتیاو پوره کولولپاره دنورو هیوادونو دقوانینو په هیوادنیو رسمي ژبو ژباړه .
  • د اړتیا په شتون کې دهیواد دقوانینو په بهرنیو ژبو ژباړه.
  • په تقنیني اسنادوکې د ورته حکمونو اوتناقض له تکرار څخه مخنیوی.
  • په یوه ټولګه کې دقوانینو اونورو تقنیني اسنادو راټولول.