د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز 2

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د معارف او عدليې د وزارتونو تر منځ  د هېواد په پلازمېنې کابل او ولايتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر حجز لاندې د اطفالو د تدريسي ښوونکو، تدريسي کتابونو، د ښوونې او روزنې ښوونکو او د سپورتي او بدني روزنې د ښوونکو د همکاري په اړه پروټوکول

ماشومان د هېواد راتلونکې ده، د هيواد د راتلونکي په جوړونې او رغاونې کې مهمه ونډه لري. ماشومان ته پام کول د هېواد راتلونکي ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونيز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زياتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقونو ته پاملرنه د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخيستل شوي. غړيو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زياتې ژمنې په عمل کې پلې کړي دي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسيون، د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخيستلاي شو.

زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون يې له شريعت او د اسلام له مقدس دين څخه اخيستل شوي هغه نړيوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتيا په اړه يې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډير قايل دي او د پورته يادو شويو هدفونو لاس ته راوړلو ته يې په خپل پروګرامونو کې لومړي ځاي ورکړي.

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلو څخه ګڼل کيږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سياسي ناانډوليو، اقتصادي او ټولنيزو اغيزو لاندې راځي او په پايله کې له قانون څخه سرغړاوي کوي. د کشف اوڅيړنيزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته ليږدول کيږي. په همدې توګه که ياد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوي قانون ماتونه د يو هلاکوونکي ټولنيز مرض بڼه خپله کړي او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد په لور بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه آسان کار نه دي د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په دولسمه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتيا، معارف او ټولنيز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کيږي. او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې په پنځم څپرکي کې د نورو ادارو د مسئوليتونو تر عنوان لاندې دا مسئوليتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ويشل کيږي چې له ډلې څخه يې ۲۳مه ماده د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په اړه د معارف وزارت مسئوليتونه په لاندې توګه روښانه کوي:

 

درويشتمه ماده:

د معارف وزارت مکلف دي چې د تدريسي، ښوونيز او بدني روزنې، ښوونکو، درسي موادو، د بدني روزنې سامان او اړتياوې او نور اړين لوازم د مرستې په توګه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ته ورکړي.

د موضوع د اهميت له امله او هغه مسئوليتونه چې د معارف وزارت يې له قانوني پلوه لري، پورته ياد شوي پروټوکول د همکاري د يو سند په توګه د معارف وزارت او د عدليې د وزارت تر منځ چې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه په غاړه لري، په لاندې ډول روښانه کوي:

 

د معارف د وزارت مسئوليتونه:

  •  د معارف وزارت تجربه لرونکي، مسلکي، تدريسي او سواد ښوونکي د اړتيا پر وخت د کابل او ولايتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته په خدمتي توګه واستوي.
  • د خدمتي ښوونکو معاشونه او نور امتيازات د معارف د وزارت له پلوه ورکول کيږي.
  •  د معارف وزارت کتابونه او درسي مواد د اړتيا پرمهال د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته چمتو کړي او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته يې واستوي.
  •  د عدليې وزارت مکلف دي چې د خدمتي ښوونکو لپاره د کابل د ښار په ناحيو کې چې د وزارت مامورين تګ راتګ کوي، د ترانسپورت آسانتياوې برابرې کړي.
  • د عدليې وزارت مکلف دي د ښوونکو ورځنۍ حاضري کنترول کړي، د تدريسي او ښوونې د ښوونکو مياشتني راپور د معارف وزارت ته واستوي.
  •  دا موافقتنامه د دواړو خواو له لاسليک وروسته پلې کيږي او په مرکز او ولايتونو کې د اجرا وړ ده.
  •  دا موافقتنامه په دوو نقلونو کې ترتيب شوې، يو نقل د معارف له وزارت سره او بل يې د عدليې له وزارت سره وي.

و من الله التوفيق

د معارف وزارت                                                                                                 د عدليې وزارت

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزارت اوځوانانو او فرهنګ د وزارت تر منځ د موقتو او غير موقتو خپرونو، د روزنيزو اصلاحي فلمونو او فرهنګي موادو د ليږلو په اړه د همکاري پروټوکول تر څو د ولايتونو د اصلاح او روزنې د مرکزونو کتابتونونه غښتلي او د کابل او هېواد په ولايتونو کې د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر حجز لاندې د ماشومانو د پوهې کچه لوړه او نوې روزنه يې وشي.

ماشومان د هېواد راتلونکي جوړوي، د هېواد د راتلونکې په جوړولو او رغاونه کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري. ماشومانو ته پام کول د هېواد راتلونکي ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونيز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زياتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخيستل شوي. غړيو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زياتې ژمنې په عمل کې پلې کړي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسيون، د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخيستلاي شو چې د افغانستان دولت هغه لاسليک کړي او له هغو سره تړلي دي.

 زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون يې له شريعت او د اسلام له مقدس دين څخه اخيستل شوي هغه نړيوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتيا په اړه يې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډير قايل دي او د پورته يادو شويو هدفونو لاس ته راوړلو ته يې په خپل پروګرامونو کې لومړي ځاي ورکړي

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلو څخه ګڼل کيږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سياسي ناانډوليو، اقتصادي او ټولنيزو اغيزو لاندې راځي او په پايله کې له قانون څخه سرغړاوي کوي. د کشف اوڅيړنيزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته ليږدول کيږي. په همدې توګه که ياد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوي قانون ماتونه د يو هلاکوونکي ټولنيز مرض بڼه خپله کړي او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه آسان کار نه دي د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په ۳۳مه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتيا، معارف او ټولنيز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کيږي. او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې په پنځم څپرکي کې د نورو ادارو د مسئوليتونو تر عنوان لاندې دا مسئوليتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ويشل شوي چې له ډلې څخه يې ۲۷مه ماده د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په اړه د ځوانانو او فرهنګ وزارت مسئوليتونه په لاندې توګه روښانه کوي:

 

اوه ويشتمه ماده:

د ځوانانو او فرهنګ وزارت مکلف دي چې تر حجز لاندې د ماشومانو د پوهې د کچې د لوړولو او د نوې روزنې د ورکولواو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د کتابتون د غښتلي کولو په موخه خپلې موقتې او غير موقتې خپرونې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته واستوي.

د موضوع د اهميت له امله او هغه مسئوليتونه چې د ځوانانو او فرهنګ وزارت يې له قانوني پلوه لري، پورته ياد شوي پروټوکول د همکاري د يو سند په توګه د ځوانانو او فرهنګ وزارت او د عدليې د وزارت تر منځ چې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه په غاړه لري، په لاندې ډول رانغاړي:

 

د ځوانانو او فرهنګ وزارت مسئوليتونه:

  •  د ځوانانو او فرهنګ وزارت مکلف دي تر څو د ‌ذهني پرمختګ، د پوهې د کچې د لوړولو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د کتابتونونو د غني کولو لپاره کتابونه، مجلې او لنډ مهالې او اوږد مهالې خپرونې په وړيا ډول د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته واستوي.
  • د ځوانانو او فرهنګ وزارت مکلف دي تر څو روزنيز فلمونه (ويډيو او سي ډي) د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر حجز لاندې د ماشومانو په غير رسمي وختونو کې د نوې روزنې، تفريح او سالم مصروفيت لپاره له دوي سره مرسته کړي.
  • د ځوانانو او فرهنګ ولايتي رياستونه مکلف دي تر څو په پورته يادو شويو حالاتو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له ولايتي مرکزونه سره مرسته وکړي.

 

د عدليې وزارت مکلفيتونه:

  • د عدليې وزارت مکلف دي تر څو له خپلې اړتيا سره سم د لنډ مهالو او اوږد مهالو خپرونو غوښتنه د ځوانانو او فرهنګ له وزارت څخه وکړي.
  • د عدليې وزارت مکلف دي تر څو د کتابونو او نورو سمعي او بصري کمکونو د رارسيدو راپور اړوندې مرجع ته ورکړي.
  • د عدليې وزارت مکلف دي تر څو هغه کتابونو او فلمونه اړونده مرجع ته د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته بيرته وسپاري چې د عدليې وزارت يې په موقت ډول په واک کې لري.
  • نوموړې تفاهمنامه په دوو نسخو کې چمتو شوې چې يوه نسخه يې د ځوانانو او فرهنګ له وزارت سره او دويمه نسخه يې د عدليې له وزارت سره وي.

 و من الله التوفيق

د ځوانانو او فرهنګ وزارت                                                                                  د عدليې وزارت

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عامې روغتيا وزارت او د عدليې د وزارت تر منځ د همکارۍ پروټوکول چې په پلازمينې کابل او د هېواد په ولايتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته د ډاکټرانو او مسلکي پرسونلو ليږدونه او تر حجز لاندې د ماشومانو وقايه او درملنه رانغاړي

ماشومان د هېواد راتلونکي جوړوي، د هېواد د راتلونکې په جوړولو او رغاونه کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري. ماشومانو ته پام کول د هېواد راتلونکي ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونيز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زياتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخيستل شوي. غړيو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زياتې ژمنې په عمل کې پلې کړي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسيون، د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخيستلاي شو چې د افغانستان دولت هغه لاسليک کړي او له هغو سره تړلي.

زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون يې له شريعت او د اسلام له مقدس دين څخه اخيستل شوي هغه نړيوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتيا په اړه يې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډير قايل دي او د پورته يادو شويو هدفونو لاس ته راوړلو ته يې په خپل پروګرامونو کې لومړي ځاي ورکړي

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلې څخه ګڼل کيږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سياسي ناانډوليو، اقتصادي او ټولنيزو اغيزو لاندې راځي او په پايله کې له قانون څخه سرغړاوي کوي. د کشف اوڅيړنيزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته ليږدول کيږي. په همدې توګه که ياد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوي قانون ماتونه د يو هلاکوونکي ټولنيز مرض بڼه خپله او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه آسان کار نه دي د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په ۳۳مه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتيا، معارف او ټولنيز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کيږي. او د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مقررې په پنځم څپرکي کې د نورو ادارو د مسئوليتونو تر عنوان لاندې دا مسئوليتونه د دولت د ارګانونو تر منځ ويشل شوي چې له ډلې څخه يې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۵مه ماده کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو په اړه د عامې روغتيا وزارت مسئوليتونه په لاندې توګه روښانه کوي:

 

دوه ويشتمه ماده:

  •  د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مکلف دي چې د عامې روغتيا د وزارت په همکاري تر حجز لاندې د ماشومانو حفظ الصحه، معالجه او وقايه تنظيم او پلې کړي.
  • تر حجز لاندې ماشومان د اړتيا پر وخت د ډاکټرانو په وړاندوينه د عامې روغتيا روغتونونو ته د درملنې يا بستر کيدلو لپاره ليږدول کيږي.
  • تر حجز لاندې د ماشومانو درملنه او علاج په وړيا ډول د دولت له پلوه تر سره کيږي.

 

څلورويشتمه ماده:

د عامې روغتيا وزارت مکلف دي تر څو تر حجز لاندې د ماشومانو د وړيا درملنې لپاره د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د روغتيا او نورو طبي اړتياو لګښتونه تأمين کړي.

 

پنځمه ويشتمه ماده:

د رواني روغتيا موسسې مکلفې دي تر څو د اړتيا پر مهال خپل مؤظف ډاکټران د ماشومانو د اصلاح او روزنې د رياست له پروګرام سره سم، د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې تر حجز لاندې د ماشومانو د معاينې او درملنې لپاره معرفي او واستوي.

د موضوع د اهميت له امله او هغه مسئوليتونه چې د عامې روغتيا وزارت يې له قانوني پلوه لري، پورته ياد شوي پروټوکول د همکاري د يو سند په توګه د عامې روغتيا وزارت او د عدليې د وزارت تر منځ چې له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه په غاړه لري، په لاندې ډول روښانه کوي:

 

د عامې روغتيا د وزارت مکلفيتونه:

  • د عدليې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د روغتيائي کلينک لپاره يو وړ اتاق ټاکي او ځانګړي کوي.
  •  د عدليې وزارت مکلف دي د ډاکټرانو ورځنۍ حاضري کنترول کړي، او د حاضرۍ مياشتني راپور اړونده مرجع ته واستوي.
  • د عدليې وزارت مکلف دي چې د ډاکټرانو او روغتيائي پرسونل لپاره د کابل د ښار په ناحيو کې چې د وزارت مامورين تګ راتګ کوي، د ترانسپورت آسانتياوې برابرې کړي.
  •  د عدليې وزارت مکلف دي د درملنې، د دوا په تطبيقولو او د وقايوي پروګرام په پلي کولو کې د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري وکړي.
  •  د عدليې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ناروغه ماشومانو غذا د ډاکټر له لارښوونو سره سم چمتو کيږي.
  •  نوموړې تفاهمنامه په دوو نسخو کې چمتو شوې چې يوه نسخه يې د عامې روغتيا له وزارت سره او دويمه نسخه يې د عدليې له وزارت سره وي.

و من الله التوفيق

د عامې روغتيا وزارت                                                                 د عدليې وزارت  

 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د شهيدانو، معلولينو او ټولنيزو چارو وزارت او د عدليې د وزارت تر منځ د بې سرپرسته ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه د خلاصيدو وروسته د قبلولو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته د ټولنيزو کارکوونکو ليږدونه

ماشومان د هېواد راتلونکي جوړوي، د هېواد د راتلونکې په جوړولو او رغاونه کې مهمه او ارزښتناکه ونډه لري. ماشومانو ته پام کول د هېواد راتلونکي ته پام کول دي. په هره کچه چې پر ماشومانو له جسمي، روحي، ښوونيز او عاطفي پلوه پاملرنه وشي، په هماغه کچه آباده، پرمخ تللې، له قانون سره سمه، پوه او صحتمنه ټولنه منځته راځي. له همدې کبله ده چې هېوادونه پر ماشومانو زياتې پانګې مصرفوي او ځانګړې او جدي پاملرنه ورته کوي. د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له مهمو موضوع ګانو څخه ده او په دې نږدې کلونو کې په دې اړه مهم ګامونه اخيستل شوي. غړيو هېوادونو د ماشومانو د حقوقو د ساتنې په اړه زياتې ژمنې په عمل کې پلې کړي چې د ماشومانو د حقوقو کنوانسيون، د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه او د نورو لسګونو تړونونو نوم اخيستلاي شو چې د افغانستان دولت هغه لاسليک کړي او له هغو سره تړلي دي.

زمونږ ګران او اسلامي هېواد افغانستان چې اساسي قانون يې له شريعت او د اسلام له مقدس دين څخه اخيستل شوي هغه نړيوالې ژمنې چې د ماشومانو د جسمي او روحي سلامتيا په اړه يې کړي، په ځانګړې توګه مور او ماشوم او د ماشوم روزنې ته ډير قايل دي او د پورته يادو شويو هدفونو لاس ته راوړلو ته يې په خپل پروګرامونو کې لومړي ځاي ورکړي

ماشومان د جسمي او عقلي عدم بلوغ له امله د ټولنې له حساسو ډلې څخه ګڼل کيږي، وروسته د جذباتو او احساساتو، سياسي ناانډوليو، اقتصادي او ټولنيزو اغيزو لاندې راځي او په پايله کې له قانون څخه سرغړاوي کوي. د کشف اوڅيړنيزو ارګانونو او محکمو له پلوه د ساتنې او نوې روزنې په موخه د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته ليږدول کيږي. په همدې توګه که ياد شوي ماشومان په نوې توګه ونه روزل شي نو امکان لري چې د هغوي قانون ماتونه د يو هلاکوونکي ټولنيز مرض بڼه خپله کړي او نورو ماشومانو او د ټولنې نورو افرادو ته خپورشي او ټولنه د فساد او بدبختۍ په لورې بوځي.

له همدې کبله له قانون څخه د سرغړوونکو ماشومانو ساتنه او بيا له سره روزنه آسان کار نه دي د دولت د نورو ارګانونو کوښښونه او لازمه سعې غواړي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د مقررې په ۳۳مه ماده کې راغلي چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د روغتيا، معارف او ټولنيز چارو په څانګو کې فني کارکوونکي لري چې د اړوندو وزارتو له پلوه د مرستې په ډول ګمارل کيږي. د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو يوه ستونزه هم د بې سرپرسته ماشومانو نه قبلونه ده چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه له خلاصيدلو وروسته د تيرو جرمونو له امله يې هيڅ يو ارګان نه قبلوي چې په پايله کې ياد شوي ماشومان د ماشومانو د اصلاح او ساتنې په مرکزونو کې، چې د آزادي سلب کوونکي ځايونه دي، د قانون په خلاف ساتل کيږي.

سربېره پر دې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې د ماشومانو له کورنۍ، ښوونځي، ټولنې، ادارو، پوليس، څارنواليو او له محکمو سره د اړيکو د ساتلو او هم له کورنيو سره د ماشومانو بيا له سره يوځاي کولو په موخه نارينه او هم ښځينه ټولنيزو کارکوونکو ته اړتيا لري چې په دې لړ کې د شهيدانو، معلولينو او ټولنيزو چارو د وزارت همکاري ډيره اړينه ده. په دې ډول د دواړو ارګانونو تر منځ د همکاريو تړون په لاندې ډول دي:

 

د شهيدانو، معلولينو او اجتماعي چارو د وزارت مکلفيتونه:

  • په څارنواليو او درې ګونې محکمو کې د ماشومانو د اړوندو دوسيو د قانوني پړاوونو د طي کولو او له خپلو کورنيو سره د دوي د اړيکو د ټينګولو د چارو د تعقيبولو لپاره د اجتماعي ټولنو د کارکوونکو ګمارنه؛
  •  د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو په موخه د ملي او نړيوالو مؤسسو په مرسته د ورکشاپونو او روزنتونونو تر سره کول؛
  • د ماشومانو د سرغړاويو د قانون له رسيدګيو سره سم د يوه ماشوم د اجتماعي خدمتونو په يوه عام المنفعه موسسه کې ګمارل چې د درې ګونې محکمو له پلوه تجويز شوي وي؛
  • د يو شمېر ماشومانو قبلونه چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه خلاص شوي خو يا د سرپناه ځاي نه لري او يا يې هم کورنۍ نه قبلوي؛
  •  د ياد شويو ماشومانو لپاره د سرپناه ځايونه جوړول تر څو د ښځو د چارو د وزارت په څېر د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه تر خلاصېدو وروسته تر هغه پورې په نوموړيو سرپناه ګانو کې واوسيږي تر څو يې کورنۍ نه وي پيدا شوي او دوي يې قبول کړي نه وي.
  • د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو څخه له خلاصېدو وروسته د اغيزمن کار او فعاليت زمينه چمتو کول تر څو په راتلونکې کې له سرغړاويو لېرې واوسي او په خپلو مشغلو کې مصروف پاتې شي.

په درناوي

د شهيدانو، معلولينو او ټولنيزو چارو وزارت                                            د عدليې وزارت