د عدلیې وزارت مهمې دندې او مسوولیتونه

دعدلیې وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت له مرکزي ادارو ځخه دی، چې مهمې دندې یې عبارت دي له :

  دافغانستان داسلامي جمهوري ریاست دفرمانونو او قوانینو د مسوداتو ترتیبول.

  دافغانستان داسلامي جمهوري دولت له قوانینو سره دبهرنیو سوداګریزو توافقنامو، کنوانسیونو، دبین المللي حقوقي قراردادونو دسمون په اړه یې نظر ورکول.

   دهغو قوانینو او مقرراتو مسودې چې دوزارتونو او ادارو له لوري طرح کېږي دهغو غوښتنه اودنظریاتو یې ارزونه اود اړوندو ادارو د کارپوهانو په مرسته دهغو مقررو او     قوانینو تکمیلول.

  وزارتونو او دولتي اداروته قانوني اوحقوقي مشورې ورکول.

  ددولت دمادي ګټو اوملکیتونو څخه دفاع اود اړتیا په صورت کې ددولت پر پور وړیو قانوني دعوه دایرول.

  دکورنیو اورعیت دشکایت پراساس دهغوی له مدني دملکیت اوکار له حقونو دفاع اودمحاکمودصادر شویو پرېکړو دعملي کولو په خاطر دمدني شخړو په اړه دلارو چارو غوره کول.

  دحقوقو په برخه کې دعامه پوهاوي دسطحې دلوړواي په اړه هڅې.

  دسیاسي ګوندونو اوجمیعتونوداساسناموارزونه،ثبت او دفعالیت لپاره هغوی ته رسمي جواز ورکول.

  دکوچنیانو داصلاح اوروزنې په مرکزونوکې له قانون نه دسرغړوونکیو کوچنیانو دچارو تنظیمول.

  دحقوقي مرستو اړوند چارو اداره اوتنظیم.

  درهنمای معاملات اوعریضه لیکونکو دکاري جواز نامو تنظیم اوصادرول.

د تابعیت له قانون سره سم، د تابعیت د تر لاسه کولو او پرېښودلو د سندونو د قانوني پړاوونو بشپړول:

 •د افغانستان په قوانینو کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو تطبیق چې افغانستان ور سره الحاق کړی دی.

د عدلیې وزارت، د انسان او د مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمیسیون ریاست او سکرتریت هم پرغاړه لري. دغه کمیسیون ۱۶ دولتي او غیر دولتي غړي لري.

  دتقنیني اسنادو چاپ او نشر .

  دثبت شویو سوداګریزو نښو خپرول اوپه رسمي جریده کې دثبت شویو اسنادو اعلانونه .

دعدلیې وزارت دافغانستان داسلامي جمهوري دولت داساسي قانون په چوکاټ کې ددولت داساسي تشکیلاتو قانون اودهېواد په نورو تقنیني اسنادو کې کارکوي، نورقوانین اومقررات چې دعدلیې وزارت له کاري چاپیریال سره مستقیمې اړیکي په لاندې ډول دي.

 قانون

  • دحقوقو دترلاسه کولو دتګلارې قانون،په "۷۸۶" ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • دقضایای دولت قانون،"۱۱۱۵"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دمدافع وکیلانو قانون،"۹۳۴"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دمعاملاتو دلارښوونې قانون،"۱۱۸۹"ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • دټولنو قانون،"۱۱۱۴"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دسیاسي ګوندونو قانون،"۹۹۶"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دکوچنیانو بې لاریوته دلاسرسي قانون،"۸۴۶"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دعرایضو دارزونې قانون،"۷۸۶" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دافغانستان داسلامي جمهوریت دتقنیني اسنادو دانفاذ اونشر دتګلارې قانون،"1246"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دقانون جوړونې دانستیتوت دچارو، دعلمی کدر دغړیو دامتیازاتو اوحقوقو قانون،"1216"ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • دکوچنیانو د روزنې اواصلاح دمرکزونو قانون،"۹۶۹"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د انسان او مهاجرو له قاچاق سره د مبارزې قانون، په ۱۳۴۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د افغانستان د اسلامي امارت د تابعیت قانون په ۷۹۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.

      مقررې اواساسنامې

  • دافغانستان داسلامي جمهوریت دعدلیې وزارت دکړنو او اجراآتو دتنظیم مقرره ،"۷۸۷" ګڼه رسمي جریده کې خپره شوې.
  • دتقنیني اسنادو دمقررې دتګلارې برابرول او وړاندیزیې،"۱۰۸۱" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دکوچنیانو دروزنې اواصلاح دمرکزونو دچارو دتنظیم مقرره،" ۹۷۴"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دسیاسي ګوندونو دتاسیس اوثبت دتګلارې مقرره،"۱۰۲۶"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • دعلمی، حقوقي څېړنو اوقانون جوړونې دچارو دانستیتوت مقرره،"۹۲۴" ګڼه جریده کې خپور شوی.
  • دحقوقي آسانتیاو مقرره ،"۹۵۰"ګڼه رسمي جریده کې خپره شوې.