د ملگرو ملتونو مرستندویه پلاوی د ډاډګیرنی پیام

جلالتماب سید محمد هاشمی ، دعدلیې د وزارت مرستیال :

په زیاتې خواشینۍ سره مو داخبر ترلاسه کړ ، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر جلالتمآب څارنپوه حبیب الله غالب در ورپیښې ناروغۍ له امله په حق ورسید . د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د خپلې ژورې خواخو‌‍‍ږۍ او ډاډګیرنې مراتب تاسو جلالمتآب ، افغان حکومت ، د افغانستان خلکو او په تیره بیا دهغه کورنۍ ته وړاندې کوي .

ارواښاد وزیر غالب د افغانستان د تجربه کارو حقوقدانانو څخه و ، چې د خپلې ډیرې مودې د خدمت په اوږدو کی یې د قدر وړ حقوقې خدمتونه سرته رسولې دي . ارواښاد غالب د ملګروملتونو د قانون د حاکمیت د څانګې او د نورو نمایندګیو او پروګرامونوښه همکار او ملګری و . د ارواښاد غالب د عدلیې د وزیر په توګه له ټاکل کېدو څخه وروسته هغه د افغانستان د قوانینو په طرح کولو او کره کولو کې خورا مهم نقش ولوباوه . دهغه مړینه د افغانستان د حقوقپوهانو او د قانون دطراحانو د ټولنی لپاره ستره ضایعه ده .

ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او له ولس سره د ارواښاد وزیر حبیب الله غالب د مړینې په ویر کې ځان شریک بولي . دهغه د کورنۍ غړو او دوستانوته دغم په دغه مهال کې دصبر او زغم هیله کوو او د ده روح ته ابدي ارامتیا غواړو .

په درناوی

مارک باودن

د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ځانګړی استازی مرستیال