د بشر د حقوقو د نړیوال کنوانسیونونو د عمل د پلان د سپارښتنو د تطبیق د کچې نتایج وړاندې شول

۱۸/۷/۱۳۹۵

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د بشر د حقوقو د حمایت اداره  د عمل د پلان د سپارښتنو د تطبیق  د کچې د پایلو د وړاندې کولو په منظور یوه خپرونه دکابل اسټار په هوټل کې جوړه کړه.

په دغه ناسته کې د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي وویل: یونیم کاله وړاندې د عدلیې وزارت د بشر د حقوقو د حمایت د ادارې جدیت ته په پام سره  د سپارښتنو د تطبیق د عمل پلان تنظیم او د بشر د حقوقو د انسجام  او همغږۍ له کمیټې سره مطرح شوه  او ددې کمیټې له تأیید څخه وروسته په رسمي ډول ټولو اداروته ولېږل شوه .

هغه زیاته کړه چې: د بشر د حقوقو د حمایت اداره په دې وروستیوکې د سپارښتنو له تطبیق څخه د معلوماتو د راټولو یوه سروې ترسره کړې چې متأسفانه ددغو سپارښتنو د تطبیق کچه اوس هم ډېره ټیټه ده او دا د افغانستان دولت او دولتي اداروته  د خطر یو زنګ دی.

د عدلیې وزارت اداري مرستیال دغه ناسته  د هغو مختلفو دولتي ادارو لپاره یو ښه فرصت بولي چې په دغه برخه کې کار کوي او وایي: هغه ستونزې او مشکلات چې ددغو سپارښتنو د تطبیق په لاره کې شتون لري په ګوته کړی د ملي او بین المللي همکارانو وړاندیزونه او انتقادات له مونږ سره مرسته کوي ترڅو په راتلونکي کې دغه سپارښتنې په بنیادي او سمه توګه په کار واچوو.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تراوسه د بشر د حقوقو له اوو کنوانسیونونو او د طفل د اختیاري کنوانسیون له دوو پروتوکولونو سره یوځای شوی دی.

د بشر دحقوقو په برخه کې د بین المللي مکلفیتونو پراساس، د افغانستان دولت مکلف دی ترڅو د بشر دحقوقو هغه بین المللي کنوانسیونونه چې ورسره یوځای شوی دی په عمل کې تطبیق او د هغو د تطبیق د څرنګوالي په اړه د نړیوال سازمان ناظرو بنسټونوته رپوټ وړاندې کړي.

د افغانستان دولت د اخیرني لسېزې په دوام کي د ملګرو ملتونو سازمان ته د خپلو لېږل شوو رپوټونو د کتنې او ارزونې په پایله کې د ۴۰۱ په شمېر کې سپارښتنې ترلاسه کړي دي. د عدلیې وزارت د بشر دحقوقو دحمایت اداره ټولې سپارښتنې د سپارښتنو دعمل د پلان په چارچوب کې تنظیم کړي او تر اوسه يې دوه ځلي د هغو دتطبیق له څرنګوالي څخه څارنه ترسره کړې. دغه اداره له نورو ادارو څخه ترلاسه شوي رپوټونه تحلیل کړي او د تحلیلي رپوټ په چوکاټ کې يې تیار کړي دي چې په پایله کې ددغو سپارښتونو ۲۱٪ سلنه تطبیق شوي او ۴۹٪ سلنه یې دتطبیق په حال کې او ۲۹٪ سلنه یې لاتراوسه تطبیق شوي ندي.

  په دغه ناسته کې د وزارتونو مرستیالانو او د مختلفو ملي او بین المللي ادارو استازو ګډون کړی وو.