د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو لوی ریاست د دولت د منقول او غیر منقولو شتمنیو ددفاع مسؤلیت پر غاړه لري او پدې برخه کې هڅه کوي.

د دولت د قضایاوو د لوی ریاست د یو مسلکي غړي د هڅو او اعتراض په پایله کې د هلمند ولایت د استیناف محکمې دعامه حقوقو ددیوان د ۳/۸/۱۳۹۴ نېټې د ۹۹/۶ ګڼه لیکفیصله دسترې محکمې د عالي شوري د ۵/۵/۱۳۹۵ نېټې ۱۴ ګڼه قضایي قرار په صدور سره، یاده فیصله د دولت په ګټه لغوه شوه. دیادونې وړ ده چې دهلمند ولایت د استیناف محکمې دعامه حقوقو ددیوان د۳/۸/۱۳۹۵ نېټې ۹۹/۶ ګڼه لیک فیصله، د قطعي اصلي فیصلې له دوه ځله نقض څخه وروسته د ۸۷۳۹ جریبه ځمکې سره دموازي ځمکې په اړه چې دقندهار ولایت ددامان په ولسوالی کې پرته ده دشخص په ګټه صادره شوې وه.

همدارنګه د قضایای دولت دلوی ریاست دنوموړي مسلکي غړي د هڅو او دفاع په پایله کې دپروان ولایت د استیناف محکمې دعامه حقوقو او مدني دیوان د ۴/۳/۱۳۹۵ نېټې پر۴ ګڼې قطعي حکم   او د ا.ا.ج د سترې محکمې دعالي شوري د ۲۶/۵/۱۳۹۵ نېټې د۴۹۱ ګڼې مصوبې پر صدوردمدعي بالوکالة ذبیح الله دبیاکتنې غوښتنه رد شوه او صادر شوی حکم د تنفیذ او تطبیق قابل دی.

د پروان ولایت د استیناف محکمې دعامه حقوقو اومدني دیوان د ۴/۳/۱۳۹۵ نېټې په ۴ ګڼه قطعی حکم کې، دکابل ولایت د سیند شرق ته لومړی مکرویان ته څېرمه پرته د ۲۲۰۰ متر مربع سره موازي ځمکې  ددولتي والي قطعي فیصله صادره شوې وه. چې ددولت دقضایاوو دهڅو په پایله کې دکابل ښاروالي دمقابل لوري دبیاکتنې غوښتنه رد شوه. دکابل ښاروالي په پام کې لري چې ددې ځمکې دپاسه یو تفریحي پارک جوړ کړي.