داطفالو د روزنې او اصلاح دمرکزونو دآمرانو کنفرانس

سه شنبه ۳۰/۶/۱۳۹۵

دغه کنفرانس د«سي.اس.اس.پي » بنسټ لخوا په صافي لانډ مارک هوټل کې جوړه شوه. په دغه ناسته کې دعدلیې وزیر جلالتمآب  ډاکټر عبدالبصیر انور، داطفالو دروزنې او اصلاح دمرکزونو دلوی ریاست سرپرست، په ولایتونوکې داطفالو دروزنې اواصلاح دمرکزونو آمرین اود همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

ددغې ناستې په پیل کې، دعدلیې وزیر د شهید دورځې په مناسبت دافغانستان دشهیدانو روح ته دعاوکړه، دعدلیې وزیر داطفالو دروزنې او اصلاح مرکزونو دآمرینو پر مسؤلیتونو تاکید وکړ او وې ویل: ستاسو پرغاړه لوی امانت پروت دی او دهېواد په حساس ترین موقع کې تاسو دغه امانت پرغاړه لری. ځوانان له تاسوڅخه هیله لري چې ښه ښوونکي او روزونکي شی. لدې ماشومانو څخه تخلفات شوي دي او قانون هغوی له تاسوسره امانت ایښي دي. هغوی دخپل عمر په حساسترین پړاو کې قرارلري، دجسمي، رواني، تعلیمي، اوداستعدادونو د ودې پړاو. ددې ماشومانو روزنه او اصلاح زمونږ اوتاسې دیني مسؤلیت دی، تاسو لدوی سره دښه چلند په تعامل کې لوی مسؤلیت پرغاړه لری، اوپوه شی چې هغوی د «اطفالو دحقوقودکنوانسیون په رعایت سره چې دافغانستان اسلامي جمهوریت دهغې پروړاندې ژمن دی » پرمونږ حقوق لري، دهغوی دطفلي او بشري حقوقو،رواني سلامتیا، آبرو اوحیثیت باید احترام وکړو.

دعدلیې وزیر داطفالو دروزنې اواصلاح دمرکزونو له آمرینو څخه غوښتنه وکړه ترڅو دپوهنې وزارت په مرسته د وزارتونو سره د(۹) اړخیز توافق پر اساس داطفالو دروزنې او اصلاح په مرکزونوکې دماشومانو دتعلیم زمینه برابره کړي او د هغوی دبیماری په صورت کې دهغوی درملنې ته باید پام وکړي.

 دعدلیې وزیر له هغوی څخه وغوښتل چې دماشومانو د شخصي روغتیاساتنې، داطفالو دروزنې اواصلاح دمرکزونو دپاکوالي، د ودې له عمر سره دهغوی داړتیاسره سم دسالم خواړه، داطفاولو دکورنیو سره داړیکې، په لیلیوکې دبااخلاقه او امانت داره ښوونکو دتوظیف، د ورزش دزمینې دبرابرولو او دلمر له وړانګو څخه دهغوی دګټې اخیستنې په اړه پاملرنه وکړي.

دعدلیې وزیر همدارنګه دهغو ملی اوبین المللي مؤسسو څخه مننه اوقدر داني وکړه چې دعدلیې له وزارت سره پدې برخه کې همکاري کوي اوله هغوی څخه یې وغوښتل چې دعدلیې وزارت سره خپلو همکاریوته ادامه ورکړي.

ښاغلي«ډاکټرپتان» دسي.اس.اس.پي ددفتر مرستیال د عدلیې وزارت سره دخپلو همکاریو او مرستو یادونه وکړه  او ژمنه یې وکړه چې لدې وزارت سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

په دوام کې داطفالو دروزنې اواصلاح دمرکزونو دلوی ریاست سرپرست او دکابل ولایت داطفالو د روزنې او اصلاح د مرکز رئیس ښاغلي امیني د اطفالو دروزنې اواصلاح په مرکزونو کې شته ستونزو او ننګوونوته اشاره وکړه  اوژمنه یې وکړه چې دغه ستونزې به ددې وزارت له مقاماتوسره شریکوي او دهغو په حل کې به خپل هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي.

په پای کې د« سي.آی.سي،سي.سو، اویک وتي.ډي .اچ» بنسټونو استازو دخپلو فعالیتونو اوهمکاریو په هکله دعدلیې وزارت ته معلومات ورکړل او ژمنې یې وکړې چې لدې وزارت سره به خپلې همکارۍ لازیاتوي.