دافغانستان دعدلي او فضایي بنسټونو د همغږۍ غونډه

۱۴/۶/۱۳۹۵

د افغانستان د عدلي او قضایي بنسټونو د همغږۍ غونډه د عدلیې وزارت د پلان اوپالیسۍ د ریاست د رئیس محترم شاه ولي عطایي تر ریاست لاندې او د لوی څارنوالۍ، سترې محکمې او د ښځو چارو وزارت د محترمو استازو په ګډون جوړه شوه.

ددې ناستې موخه په عدلي او قضایي سکتور کې د درج شوو موادو پلي کول دي او پدې هکله د یوکال راهیسي ناستې ترسره کېږي.

په دغه ناسته کې د عدلي او قضایي سکتور د وضعیت او هغو ننګوونو په هکله بحث اوخبرې اترې وشوې چې د عدلي او قضایي سکتور د استراتیژۍ پر وړاندې شتون لري.

په ټوله کې، د عدلي او قضایي سکتور استراتیژیکه موخه د همغږۍ د سیستم  پرمختګ او د هېواد په کچه د باکیفیته عدلي اوقضایي خدمتونو وړاندې کول تشکیلوي.

د لوی څارنوالی د عامه اړیکو آمر الفت امیرزاده وایي:

دغه ناستې کولی شي د اړوندو ارګانونو د ورځنیزو چارو په اجراآتوکې اغیز وکړي او مثبته پایله ولري.

د ښځو چارو د وزارت دحقوقي چارو کارپوهه سحرآریایي هم د اړوندو ارګانونو ترمنځ دغه شان ناستې د ارتباطي پل په څېر وګڼلو اود تقنیني ستونزو په هکله یې بحث وکړ.

ددولت دقضایاوو دلوی ریاست غړی خلیل الرحمن هم ددولت دملکیتونو اوعامه ملکیتونو د ستونزو دحل په هکله خبرې وکړې.

د ناستې په پایله کې فیصله وشوه چې ددغې ناستې د تصمیمونو دعملي کولو په منظور یو تفاهم لیک ته اړتیا ده. او د(JSSP) له بنسټ څخه غوښتنه وشوه چې ددې تفاهم لیک سریزه ترتیب او بیایې دسترې محکمې د ارتباطاتو له ریاست سره مطرح کړي.