د عدلیې وزارت او دیو سوداګریز او بازار موندنې خدماتي شرکت ترمنځ د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

نېټه: چهار شنبه ۱۰/۶/۱۳۹۵

دغه تفاهم لیک د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د مامورینو لپاره د بیا ورکړې (قسط) په ډول د اجناسو د پلورلو دآسانتیاوو د برابرولو په منظور د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د اداري مرستیال سید محمد هاشمي او ددې شرکت د لوی رئیس انجینر میر بشیر احمد خیر اندیش لخوا لاسلیک شو.

ددې طرح اساسي منځ پانګه، په ټولنه کې د لږ عاید لرونکو قشرونو او په خاص ډول د دولت د مامورینو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول دي.

ددې تفاهم لیک موخې داسې بیان شوي دي:

  • د بیاورکړې (قسط) په ډول د پلورلو د آسانتیاوو څخه دګټې اخیستنې له لارې د اړتیاوړ اجناسو د متقاضیانو د توانایي لوړول.
  • په هېواد کې د سود ورکونې او سود اخیستنې له موضوعاتو څخه مخنیوي.
  • د اجناسو په پېر او پلور کې د اسلامی سود اخیستلو اوسود ورکولو(مرابحې) له سامانې(سیستم) څخه ګټه اخیستل.
  • د هېواد د کورني محصولاتو ځواکمنول او ورڅخه ملاتړ او لدې لارې څخه د ټولنې د مختلفو قشرونو د اړتیاوو لرې کول.

دغه تفاهم لیک دافغانستان د سوداګریز او بازارموندنې له خدماتي ادارې (بام سا) سره چې په افغانستان کې دخصوصي پانګه اچونې په اداره (آیسا) کې ثبت او راجسټر دی، لاسلیک شوی.

د بیاورکړې (قسط) په ډول د پلورلو دخدمتونو د آسانتیاوو برابرول د ا.ا.ج د دولت له نورو وزارتونو سره په تفاهم او همغږۍ طرح او آماده شوی دی.