په بغلان ولایت کې د حقوقي پوهاوي ورکونې د ښوونیزو ورکشاپونو په لاره اچول

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست ددې کال له پیله تردې مهاله د (GIZ) نړیوال بنسټ په مرسته دحقوقي پوهاوي ورکونې په منظور زیات شمېر ښوونیز ورکشاپونه په لاره اچولي دي چې له دې سیمینارونو څخه ځینې یې :

  • د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د عدلي او قضایي سیستم معرفي.
  • د معاملاتو د لارښوونې دجوازلیک د درلودونکو لپاره د معاملاتو د لارښوونې د قانون تشریح.
  • د بغلان ولایت په څوارلسو ولسوالیوکې د حقوقو د مدیرانو، ولسوالانو او د امنیې قومندانانو لپاره په عدلي او قضایي ارګانونو کې د حقوقي اوراقو د پړاوونو د تېرولو د څرنګوالي بیانولو ترعنوان لاندې او همدارنګه، د ولسوالیو د حقوقو د مدیرانو اود ادارو د کارکوونکو لپاره د فساد پر وړاندې د مبارزې ښوونیز ورکشاپ په لاره واچول شو.

په پورته یادو شوو ورکشاپونو کې د لاندې منابعو څخه د ښوونیزو منابعو په ډول کار اخیستل شوی:

۱- د عرایضو د کتنو(وارسۍ) قانون.

۲- د حقوقو د لاسته راوړلو دډول قانون.

۳- د مدني محاکمو د اصولو قانون.

۴- د سوداګریزو محاکمو د اصولو قانون.

۵- د قضائیه قوې د محاکمو د تشکیل او صلاحیت قانون.

۶- د پولیس قانون.

۷- د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون.

۸- د سیمه ییزو ارګانونو قانون.

په دې ښوونیزو ورکشاپونوکې د ډله ییزو کاري ګروپونو د په لاره اچولو له لارې، د اداري فساد ډولونه، اوپه مشخص ډول دهغې ضررونه واضح کړای شول.