د عامې روغتیا وزارت سرپرستې داکتر ثریا دلیل د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د کار په دفتر کې وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې داکتر ثریا دلیل او ورسره هیئت  یي  د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د ۱۳۸۹/۱۱/۱۲نېټې د سي شنبې په ورځ  په هېواد کې د خصوصي کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو د مسودې د تنظیم د موخو په اړه  غونډه وکړه.

په غونډه کې دواړو خواوو د روغتونونو د مزد او په فیس کې د زیاتوالي دموضوعاتو په اړه د نظر تبادله وکړه او د خدمت د کیفیت د ښه والي ، د روغتیایي خدمتونو معیاري کول، د خصوصي کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو د فیس او د خدمتونو د ستندرد د ښه والي د کنترول په اړه خبري وکړي او پایله یي دا شوه چې هر کلینیک او روغتون د خپلو امکاناتو په لرلو سره ، اسانتیاوي او د خپلوخدمتونو کیفیت د هر قسم روغتیایي خدمتونو په بدل کې یو منظم جدول د خدمت له نوعي او مشخص مزد سره تنظیم او په یو جدول کې یي یو ځای کړي او په یو واضح ځای کي چې ټول مراجعین یي وګوري نصب کړي څو وکولای شو له اضافه والي څخه مخنیوي وشي او هم د کنترول او څارنې اصل قوي شي.

 په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول پورتنې موارد دې د عامي روغتیا وزارت لخوا ترتیب او په مقرره کې ځای شي او وروسته د یاده شوي مقرره د تدقیق لپاره د عدلیې وزارت ته راولیږل شي څو عدلیې وزارت فوق الذکر مقرره د عالي حقوقي معیارونو په نظر کې نیولو او د قانون جوړونې له تخنیک سره سم، تنظیم کړي.