د ا.ا.ج عدلیې وزارت کارکوونکو لپاره دوه ورځنې ورکشاپ جوړ شو

د بشري حقونو د ملاتړ واحد په نوښت د عدلیې وزارت دوه ورځنې ورکشاپ د ۱۳۸۹/۱۱/۱۲نېټه د سي شنبي په ورځ عدلیې وزارت مقر کې جوړ شوي وه چې د ۱۳۸۹/۱۱/۱۳نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسید. ددې ورکشاپ د جوړولو موخه ، د بشري حقونو زده کړي او د طفل د حقونو کنوانسیون د عدلیې وزارت د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز کارکوونکو او د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې وه.

په دې ورکشاپ کې چې د دوه ورځو لپاره یي دوام وکړ او د نوموړې تدریس د عدلیې وزارت د بشري حقونو د ملاتړ واحد په غاړه وه، ۲۷ تنو د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو کارکوونکو ګډون کړي وه .

په پورتنې یادشوي ورکشاپ کې( د بشري حقونو د نړیوالي اعلامیي دآزادي او حقونو د خلاصیي یادونه ، دبشري حقونو په وړاندي د افغانستان دولت مکلفیت ، د افغانستان اساسي قانون کې د بشري حقونو د پرنسیپونو رعایتول،د عدلي او قضایي اجراآتو د پروسه د مجرمینو ، تورنو او مظنونینو په وړاندې د د بشري حقونو د مواردو رعایتول،د جنسیت د برابري او جندر پوري اړوند مسایل او دې موضوع په اړه د اسلام دیدګاه او په پای کې مناقشه او ځواب ورکول سوالونوته) تمرکز صورت ونیوه.