د حقوقي ستاژرانو درېیمه دوره فارغ شول

په هغه غونډه کې چې د شرعیاتواو حقوقو د ستاژرانود فراغت په مناسبت د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو خپلواک ملي مرکز کې د ۱۳۸۹/۱۱/۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ جوړه شوی وه، د عدلیې وزارت مسلکې مرستیال او د حقوقي زده کړو خپلواک ملي مرکز رئیس قانونپوه داکتر محمد قاسم هاشمزی ګډون او وینا وکړه او فارغانو ته یي جایزې او سرټفیکیټونه وویشل او همدارنګه هغوی ته یي د فراغت تبریکي وویله. پاتې دې نه وي چې دغه درېیمه دوره فارغان د مافوق لیسانس په  سویه دي چې شمار یي ۴۷ تنوته رسیده.