د عدليې وزارت "د افغانستان د قانونګذارۍ سيستم او موجوده ستونزې" تر عنوان لاندې يو سيمينار ولمانځه.

په نوموړي کانفرانس کې نږدې د هغو ټولو دولتي ارګانونو او نړيوالو همکارانو استازو برخه واخيسته چې د نويو قوانينو د پروسې په پيل، تسويد، انفاذ، او په پاي کې د هغوي په پلي کولو کې رول لري. نوموړي کانفرانس ټولو ګډون کوونکيو ته د هغوي د اړونده رول په اړه معلومات ورکړل او په دې پروسه کې يې د هغوي پر فعالې ونډې اخيستنې ټينګار وکړ. د دې مهم د عملي کولو په خاطر، نوموړي کانفرانس اوسني پروسې او د هغې نيمګړتياوو ته په اشارې سره وړانديز وکړ چې نوموړې پروسې ته دې بيا له سره کتنه وشي. نوموړي کانفرانس د قانون جوړونې په نوې پروسه کې د پارلمان ونډه ډيره ارزښتناکه وبلله او هغه يې تر بحث لاندې ونيوه - هغه څه چې بايد د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې تر غور لاندې ونيول شي. په پاي کې کانفرانس د دولت د هغو کليدي ارګانونو تر منځ د خبرو اترو لاره هواره کړه چې د قانون جوړونې په پروسه کې مستقيمه ونډه لري، او د يوې تقنيني اجنډا د چمتو کولو پر اهميت يې ټينګار وکړ.