د ۱۳۸۶ کال تقنيني پلان

  • د وزارتونو او دولتي ادارو له نظرغوښتلو سره
  • او د سي جي ګانو (CG) اوپه کاري ګروپونو کې د نړيوالو مشاورينو او همکارانو په مرسته
  • اوس مهال ۲۰ تقنيني سندونه په پلان کې تنظيم شوي خو د کال تر پايه چې دا پلان د وزيرانو شورا ته د تصويب لپاره وړاندې کوو نو دا شمېر به تر ۳۵ تقنيني سندونو پورې زيات شي

په دوي کې تر ټولو مهم: د شخصي احوال قانون، د جزائي اجراآتو قانون، له تروريزم سره د مبارزې قانون، د قضائيه قوې د تشکيل او صلاحيت قانون، د څارنوالۍ د تشکيل او صلاحيت قانون، د قراردادونو قانون، د سوداګريزو اسنادو قانون، د انسانانو د اختطاف او قاچاق قانون، د ښځو پر ضد د تاو تريخوالي د له منځه وړلوقانون، د ملکي هوائي چلند قانون، د معارف قانون، د ټاکنو قانون، د کرني د چارو قانون، د ملکي خدمتونو قانون اوداسي نور.

  • مونږ هيله لرو چې د ۱۳۸۹ کال تر پايه پوري ، لکه څنګه چې د افغانستان په توافقنامه هم کې ژمنه شوې، به د افغانستان عمده تقنيني اړتياوې رفع شي او مونږ به د داسې قوانينو خاوندان و چې له سره کتل شوي، د وخت له شرايطو سره متناسب او د افغانستان له اساسي قانون او نړيوالو معيارونو سره به سم وي.