د ۱۳۸۵ کال تقنيني پلان

  • له ۸۵ کال څخه تر اوسه ۲۹ سندونه د حکومت له پلوه نهائي شوي او د کال تر پايه به ۷ نور سندونه هم نهائي کړي.
  • تر ټولو مهم تقنيني سندونه چې په تېر کال کې زمونږ له لومړيتوبونو څخه و او د حکومت له پلوه تائيد شوي:

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اساسي تشکيلاتو قانون، د مدافع وکيلانو قانون، د اساسي قانون د نظارت د خپلواک کمېسيون قانون، د تضامني شرکتونو قانون، د سهامي او محدود المسؤليت شرکتونو قانون، د سوداګريز منځګړيتوب قانون، د سوداګريز حکميت قانون، د کار قانون، د کوپراتيفونو قانون، د عامې روغتيا قانون، د درملو قانون، د عدلي طب قانون، د مالي چارو او عامه لګښتونو ادارې مقرره، د نفوسو سرشمېرنه او څو نور سندونه.