دافغانستان دجزایې کودطرح دافغانستان دعلماوو له شوري سره شریکه شوه

دوشنبه ۷/۶/۱۳۹۵

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټرعبدالبصیر انور د محترم مولوي عنایت الله بلیغ په مشرۍ د افغانستان د علماوو د شوري له هیئت سره ولیدل اوخبرې اترې یې وکړې.

په دې کتنه کې، د ا.اج دعدلیې وزیر دافغانستان دجزایي کود دطرح په اړه کافي معلومات وړاندې کړل.

دعدلیې جلالتمآب وزیر، دا.ا.ج دعلماوو دشوري هیئت ته دهرکلي سره د جزاء دقانون د تدوین د اړتیا او ددې قانون د مندرجاتو په هکله معلومات وړاندې کړل. اود جزاء دقانون دطرح دتدقیق په بهیر کې له پرمختګونو او د اسلام د مقدس دین دحکمونو رعایت ته په پام سره د هغې د حکمونو د تدوین په اړه خبرې وکړې.

د هېواد د علماوو د شوري هیئت پدې برخه کې ترسره شوي اجراآت وارزولو او داسلامي شریعت سره یې دهغې له مطابقت څخه خوښي وخوده، دغو علماوو دجزاء دقانون د لابډاینې(غنامندي) په خاطر او په خاصه توګه د تعزیر مستوجب جرمونو او د هغو جزاګانو ترمنځ دتناسب په اړه چې د تعزیري جرمونو د مرتکبینو لپاره یې وړاندوینه شوې خپلې ملاحظې شریکې کړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د جزایي کود طرح ډېر ژر د بروکسل له کانفرانس څخه دمخه پای ته ورسېږي.