د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د دولت د قضایاوو د لوی ریاست او د دولت د نورو ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته په ۳/۶/۱۳۹۵ نېټه د دولت د قضایاوو د لوی رئیس تر ریاست لاندې او د وزارتونو اونورو دولتي بنسټونو داستازو په ګډون دکابل ښار په صافي لانډ مارک هوټل کې جوړه شوه.


 

پدغه ناسته کې، د دولتي ادارو استازو د املاکو او دخپلو ادارو پورې د اړوندو دعواګانو په اړه یادوونه وکړه او دغو ستونزو ته د رسېدګۍ غوښتونکي شول؛ له هغې وروسته په درې ګونو محکموکې عامه حقوقو ته د رسيدګۍ او د بیاکتنې د غوښتلو (تجدیدنظر) د مرحلې په اړه ددولت د قضایاوو د استازي لخوا بحث او خبرې اترې وشوې.

په دغه ناسته کې ګډون کوونکو، له محاکماتي بهیر څخه وروسته د دولتي املاکو داسترداد، او دهغه دولتي او وقفي قراردادونو په اړه چې دکم قیمت په وړاندې صورت نیولی دی او دهغوملکیتونو دقبالې داجراء په اړه چې د یوه دولتي ادارې په بل دولتي ادارې پورې تړاو نیسي هم بحث او خبرې او اترې وشوې او پدې اړه لاندې تصمیمونه ونیول شول:

۱- د دوو دولتي ادارو ترمنځه د ملکیت د قبالې د اجراء په اړه د سترې محکمې نظر او لارښوونه واخیستل شي.

۲- د دولتي ځمکو له غصب څخه باید مخنیوی وشي.

۳-  دعامه حقوقو په برخه کې د یوې اونۍ لپاره باید دحقوقو مسؤلینو، د وزارت خانو املاکو او ددولت د قضایاوو مسلکي غړوته د پوهاوي ورکونې خپرونه جوړه شي.

۴- د دولتي ادارو له استازوڅخه وغوښتل شول ترڅو په راتلونکي غونډه کې له محاکماتي بهیر څخه وروسته ددولتي املاکو د استرداد رپوټ وړاندې کړي.

۵- د دولتي ادارو استازي باید د املاکو پورې اړوند خپلې ستونزې او حقوقي دعواګانې یاد داشت کړي ترڅو په راتلونکي غونډه کې پرې بحث او نتیجه ګیري وشي.

د غونډې په پای کې ددولتي ادارو له استازو څخه غوښته وشوه چې که چېرې ددولت د قضایاوو د لوی ریاست د اجراآتو دڅرنګوالي په اړه  شکایت ولري بهتره به وي چې د هغوي استازی ددولت دقضایاوو د لوی ریاست دفتر ته مراجعه وکړي ترڅو دوسیې ته په کتوسره شته ستونزه په لنډ وخت کې لرې شي.