د یونیسف بنسټ دمعتبرو استازو او د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د چارواکو ترمنځ داطفالو دجامع قانون دطرحې دبیاکتنې مشورتي ناسته جوړه شوه.

پدې ناسته کې، د اطفالو د جامع قانون د طرحې او تسوید د اهمیت، مقام اوڅرنګوالي په اړه بحث اوخبرې اترې وشوې.

پدې ناسته کې دا.ا.ج دعدلیې وزارت مشاور مولوي عطاء الله لودین، د تقنین لوی ریاست سرپرست عبدالمجیدغني زاده، بین المللي حقوقي مشاور ډاکټره اورسینا ویدکوهن، د یونیسف بنسټ داطفالو دملاتړ دبرخې رئیس ښاغلي جین لیبي، د عدلیې وزارت دجزایي قوانینود ډیپارټمنټ رئیس اشرف خان عظیمي او داړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.

ددې ناستې ګډون کوونکو داطفالو دجامع قانون برابره شوې طرحه د بیاکتنې لاندې ونیوله اوددې طرحې دلابډاینې په خاطر د طفل د حقوقو کنوانسیون او ټولو ملي او بین المللي قوانینو ته په پام سره یې خپل نظرونه سره شریک کړل.

د اطفالود جامع قانون طرحه د کار لاندې ده اوهڅې روانې دي چې د بروکسل ترکنفرانس د مخه دا.ا.ج کابینې ته وسپارل شي.