د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور دبین المللی حقوقو له مشاورې ډاکټر اورسینا ویدکوهن اود یونسف داطفالو د ملاتړ د برخې له رئیس جین لیبي سره ولېدل اوخبرې اترې یې وکړې.

پدې لیدنه کې دواړو لورو د اطفالو دجامع قانون دطرحې دڅرنګوالي اوتسوید په هکله بحث اوخبرې اترې وکړې.

دا.ا.ج دعدلیې وزیر پدې هکله وویل: هڅې روانې دي ترڅو د بروکسل ترکنفرانس دمخه د اطفالو دجامع قانون طرحه دا.ا.ج کابینې ته وسپارل شي او داچې داطفالو دجامع قانون په مسوده کې ستاسونظریات له مونږ سره وي خوشحالېږو.

ددې طرحې د لابډاینې په خاطر پدې برخه کې د تونس، المغرب، سوډان، مصر او سوریې په څېر هېوادونو د قوانینو له نمونو او د( جان هاپکنز) پوهنتون له تحقیقاتو څخه ګټه اخیستل شوې.

 دا.ا.ج دعدلیې وزیر زیاته کړه: همدا اوس داطفالو په اړه دوه قانونه اودرې مقررې لرو اوغواړو چې داطفالو د جامع قانون طرح د اطفالو داساسي قانون په ډول(چې ټول اساسات پکې وویل شي) برابرشي اوددې قانون پراساس نورې مقررې هم طرح اوتسوید شي.

په پای کې ښاغلي جین لیبي او میرمن اورسینا وعده وکړه چې ددې طرحې دکلي بیاکتنې په منظور به په راتلونکو ورځوکې خپل نظرونه اوتجربې لدې وزارت سره شریک کړي.