دا.ا.ج د عدلیې وزارت او پوهنې وزارتونو په هېواد کې دبېسوادۍ د لمنځه وړلو په برخه کې تفاهم لیک لاسلیک کړل.

دغه تفاهم لیک د دوشنبې په ورځ د زمري د میاشتې په ۲۵ نېټه دا.ا.ج دعدلیې وزیرجلالتمآب ډاکټرعبدالبصیرانور او د ا.ا.ج د پوهنې وزیرجلالتمآب اسدالله حنیف بلخي په ګډون لاسلیک شو.

دا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټرعبدالبصیرانور وویل چې ددغه تفاهم لیک پراساس به په مکتبونوکې دقوانینو د زده کړې لپاره زمینه برابره شي ترڅو ماشومان له وړوکوالي څخه د هېواد له قوانینوسره آشناشي او پدې توګه به ټولنه د قانونمند کېدو خواته لاره ومومي.

د عدلیې وزیر له دې یادونې سره چې له قانون څخه ناپوهي عذر ندی زیاته کړه، ددې تفاهم لیک پر اساس به هڅه وشي چې په هېواد کې دبې سوادۍ  کچه راټیټه شي ځکه که د هېواد اتباع د سواد له نعمت څخه برخمن وي وبه کړای شي چې دهېواد قوانین مطالعه اودرک کړي.

دعدلیې وزارت به  د پوهنې له وزارت سره د هغو ماشومانو په ښوونه کې هم مرسته کوي چې د اطفالو د اصلاح او روزنې په مرکزونوکې ساتل کېږي ترڅوهغوی هم باسواده شي.

دا.ا.ج د پوهنې وزیر جلالتمآب اسدالله حنیف بلخي هم د عدلیې له وزارت سره ددغه تفاهم لیک موخه په هېواد کې د بې سوادۍ لمنځه وړل په ګوته کړل او زیاته یې کړه له هغه ځایه چې په درې لسیزه کورني جنګونو کې په هېواد کې دبې سوادۍ کچه راټیټه شوې ده دافغانستان حکومت کوښښ کوي چې د سواد کچه بېرته لوړه شي، ددغه تفاهم لیک پراساس به دهېواد په مختلفوسیموکې د سواد آموزی کمپاینونه، ورکشاپونه او کورسونه جوړ شي اوهم به ددې برنامو د تمویل لپاره مالي مرسته وغوښتل شي.