د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د جي.آی.زیډ دقانون دحاکمیت د بنسټ له رئیس برند میسر اشمیت سره ولېدل اوخبرې اترې یې وکړې.

نېټه: ۲۰/۵/۱۳۹۵

ښاغلي شمیت ددې بنسټ دهمکاريو په اړه دعدلیې وزیرته یادونه وکړه وې ویل: څه موده مخکې د عدلیې وزارت اته تنه کارکوونکي د ماستری برنامې او یو تن د لیسانس برنامې ته معرفي شوي دي. همدارنګه ددې بنسټ په همکاری نور دولس تنه دکار زده کوونکي ترعنوان لاندې ددې وزارت په مربوطاتوکې فعالیت کوي.

ښاغلي اشمیت زیاته کړه: دتقنین ریاست اووتنه کارکوونکي د انګلیسي ژبې د زده کړې په خاطر په کابل کې امریکايي پوهنتون ته معرفي شوي دي خو دځینوستونزو په سبب اوس دغه بهیر درول شوی دی.

هغه همدارنګه وویل: په میاشت کې یوځل د عدلیې وزارت  او د ښځو د چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ ناستې ترسره کوو اوهمدارنګه د ولایتونو په کچه د (بدخشان، تخار، قندز، سمنګان، بغلان، بلخ، جوزجان اوهرات) ولایتونو دعدلیې له ریاستونو سره دحقوقي پوهاوي ورکولو په برخه او نورو برخوکې همکاري کوو.

هغه زیاته کړه چې څه موده وړاندې مو د بلخ ولایت دخلم په ولسوالی کې دحقوقو د مدیریت لپاره یوتعمیر جوړ کړ او همدارنګه زمونږ یوتن همکار دجزا دکود په کاري ډله کې کارکوي.

ښاغلي اشمیت دخپلوهمکاریو په هکله له وضاحت ورکولوڅخه وروسته دغه غوښتنې مطرح کړې:

- د امکان په صورت کې د اعدام د مجازاتو موضوع باید د جزا په کد کې رانشي.

- قاضیان که تخلف کوي باید مجازات شي.

- د جزا د کد مادې ورځ تربلې زیاتېږي، زمانظردادی چې ځینې هغه موارد چې ډېرجدي نه وي د تصمیم لپاره محکمې ته پرېښودل شي ترڅو دجزا دکد دحجم له زیاتوالي څخه مخنیوی وشي.

د تقنین ریاست د  ۱۳۹۵ هـ ش کال دکاري پلان پراساس دفساد پر وړاندې د مبارزې قانون تسویدېږي غواړم پوه شم چې کارونه یې کوم ځای ته رسېدلي او پدې برخه کې مونږ څه کولی شو؟

د عدلیې وزیر د جي .آی .زیډ  بنسټ له همکاریو څخه مننه وکړه او د ښاغلي اشمیت غوښتنوته یې قناعت بخش ځوابونه وړاندې کړل.

همدارنګه دهېواد دعدلیې وزیر ددې وزارت غوښتنې پدې ډول مطرح کړل:

هیله لرم چې په راتلونکي کال کې دهغو کارکوونکو شمېر زیات شي چې د لیسانس اوماسټري په څېر ښوونیزو برناموته معرفي کېږي.

- امیدلرم چې دتقنیني ستاژ له برنامې سره همکاري وکړی ځکه چې دغه کار به د ا.ا.ج په نظام کې د قانون جوړونې د پرمختیا، اصلاح او پرمختګ کې مرسته وکړي.

- د ولایتونو د عدلي ریاستونو سره دخپلو همکاریو په هکله راته رپوټ راکړی.

- د امکان په صورت کې د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست ته یوحلقه د اوبو کوهي وکنی ځکه چې هغوی پدې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

- د امکان په صورت کې که دحقوقو دمدیریتونو د ودانیو داعمار په برخه کې له مونږسره همکاري ولری ستاسولدې کارڅخه به هرکلی وکړو.

هغه همدارنګه د جي.آی.زیډ له بنسټه وغوښتل ترڅو د اداري فساد سره دمبارزې دقانون د لابډاینې په منظور خپل یو باتوانه مشاورته بلنه ورکړي ترڅو دنړیوالو کنوانسیونونو د پایلو دتطبیق په برخه کې ونډه واخلي اوخپلې تجربې له مونږسره شریک کړي.

ښاغلی اشمیت دعدلیې وزیر دغوښتنوسره په تړاو وویل: سره لدې چې زمونږخپرونې د زېربناله جوړولو څخه دکارکوونکو دتوان لوړولو ته بدلون موندلی. خو سره لدې د بلخ ولایت دعدلیې ریاست ودانۍ ترکار لاندې دی او ددې په خواکې دقندز ولایت دسارنوالی دریاست دترمیم مسؤلیت موهم پرغاړه کړی او د نوموړي ولایت د پوهنتون لپاره یو حقوقي کلینیک هم په پلان کې لرو دقندوز په شپږو ولسوالیوکې مودحقوقي مدیریتونو دودانیو کار بشپړکړی او د قندوز ولایت دعدلیې ریاست موهم ترمیم کړ.

په راتلونکي کال کې پلان لرو ترڅو لږترلږه د بدخشان ولایت په یوه ولسوالی کې  دحقوقو مدیریت لپاره ودانۍ جوړه کړو.

په پای کې ښاغلي اشمیت وویل:کوښښ به کوي چې دعدلیې وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي او دتوان په کچه ورته رسیدګي وکړي.