د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د یونسف داطفالو د ملاتړ د برخې له رئیس جین لیبي سره ولېدل اوخبرې اترې یې وکړې.

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر داطفالو د جامع قانون او د هغه په هکله دکار دڅرنګوالي په اړه معلومات ورکړل وې ویل: وعده مو کړې وه چې ددې کال دمارچ(حمل) دمیاشتې ترپایه به ددغه قانون طرح جوړوو. خود نړیوال تجارتي سازمان سره دافغانستان دالحاق په سبب لازم شو چې ددې کال دسرطان دمیاشتې ترپایه پورې ۲۷ تقنیني سندونه طرحه کړو، لدې وضع سره زمونږ مصروفیتونه هم زیات شول او د اطفالو قانون ته مورسیدګي ونشوای کړای.

د عدلیې وزیر زیاته کړه: د اطفالو دجامع قانون دطرحې په هکله له ناستو وروسته مو، ځیني نظرونه پیداکړل چې پدې طرحه کې د پام لاندې نیول شوي دي.

همدارنګه، د ا.ا.ج د عدلیې وزیر د یونسف (UNICEF) له بنسټ څخه لاندې غوښتنې مطرح کړې:

- د امکان په صورت کې، داطفالو د روزنې او اصلاح د مرکزونو د ودانیو په معیاري جوړونه کې هراړخیزه همکاري وکړی.

- هیله لرم دحقوقي مساعدینو د استخدام په منظور مالي مرسته وکړی.

په همدې حال کې ښاغلي لیبي وویل: دښځینه محبس په هکله به دخپل ساختماني برخې سره اړیکه ونیسو چې د محبس اړتیاوې له نږدې وګورې او وې ارزوي له ارزوونې وروسته به  تصمیم ونیسو.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې اوس مهال د درېو مساعدینو د استخدام لپاره بودجه لرو اوله خپلو همکارانوسره له مشورې وروسته به دنورو داستخدام احتمال هم ممکن پیداشي.

په پای کې د عدلیې وزیر په دې برخه کې د یونسف د بنسټ له مرستوڅخه مننه وکړه او پدې برخه کې یې دهغوی د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د اطفالو دجامع قانون طرح له یونیم کال راهیسې د یونسف بنسټ په همکاری د قانون جوړونې اوعلمي ـ حقوقي تحقیقاتو په انستیتوت کې دکار لاندې دی. دعدلیې وزیرپه وینا، هڅه کېږي ترڅو دغه طرحه د بروکسل دکنفرانس له جوړېدو د مخه دا.ا.ج کابینې ته وسپارل شي.