د ا.ا.ج دعدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور په افغانستان کې د تاجکستان جمهوریت له سفیر ښاغلي شرف الدین امام اوف سره ولېدل اوخبرې اترې یې وکړې.

د تاجکستان جمهوریت سفیر د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراخېدو او پیاوړي کېدو تأکید وکړ او وې ویل: لدې څخه ډېر خوشحاله یم چې ستاسوپه څېر یوغوره اوهوښیار شخصیت په دې مهم سمت کې فعالیت کوي. تاسو پوهېږی چې زمونږ اوتاسې عدلي اوقضایي نظامونه په حقوقي اوجزایي مواردوکې سره توپیرلري؛ خو په هره برخه کې دهمکاری زمینه شتون لري.

پدې ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ دحقوقي تنظیم، ټولنیزو مناسباتو او د مجرمینو او محبوسینو د بېرته راګرځولو په هکله هم خبرې اترې وشوې.

ښاغلي سفیر وویل: یادونه کوم چې په افغانستان کې دحقوقي تنظیم او ټولنیزو مناسباتو لکه: شیربها، طویانه، سرتخته، د واده مراسم او دحج دمراسمو دتنظیم په هکله باید کار وشي. مونږه په دې برخه کې خپل رسم او رواجونو ته په پام سره ډېرکارکړی. د مراسمو د قانون دتطبیق په اوو کلونوکې مو۳ ملیارده ډالره سپما کړې ده اوپنځه سوه زره غوایان له حلالولوڅخه خلاصون موندلای.

ښاغلي سفیر د دې ډول قوانینو دجوړولو د اړتیا په هکله خپل نظر شریک کړ او زیاته یې کړه چې مونږ له افغانستان سره دهمکاری ۸۰ سندونه لرو.

دا.ا.ج دعدلیې وزیر خپل میلمه ته دپخیر راغلی په ویلو سره وویل: په هغه سفرکې چې مې تاجکستان ته درلود د تاجکستان دعدلیې د وزیر له تود هرکلي سره مخامخ شوم او دامې د ژوند په خاطروکې یوه ښه او نیکه خاطره ده.

په دې ناسته کې د ضروري مسایلو په هکله بحث او خبرې وشوې او هغه مې له مسؤلو برخو سره شریک کړ.

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر وویل: مونږه پوهېږو چې زمونږ ډېری علماء دبخارا دعلم ریښه لري؛ البته مخکې تردې چې دهند نیمه قاره اوشاه ولی الله (رح) او د هغه مکتب او فکر افغانستان ته نفوذ وکړي. پر دې اساس مونږه ډېر مشترکات لرو.

هغه زیاته کړه: چې له شک پرته دافغانستان وضعیت د تاجکستان له وضعیت سره توپیر لري؛ ځیني هغه رسم او رواجونه چې په افغانستان کې دي، عنعنوي ریښې لري. د عدلیې پخواني وزیر مرحوم حبیب الله غالب د ټولنیزو حقوقي مناسبتونو د تنظیم په منظور یوه جامعه طرحه د پړاوونو دتېرولو په خاطر لېږلې وه، اوس هڅه کوو چې پر هغې بیاکار صورت ونیسي.

په پای کې دعدلیې وزیر د تاجکي ښارندویانو(شهروندانو) د مجرمانو او محبوسانو د بېرته ګرځولو په هکله وویل: د مخکیني توافق پراساس مې د مجرمانو د بېرته ګرځولو په اړه له اړوندو مسؤلومقاماتوسره یادونه کړې او د محبوسینو د بېرته ګرځولو په هکله به د بشر د حقونو اونړایوال کنوانسیون له ملاحظاتوسره سم عمل وشي.