د نشه یی توکو او جرمونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر( UNODC) او جاپان دولت تر منځ د ۹ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستو توافق لیک لاسلیک شو.

کابل ، د کال ۲۰۱۲د جنوری ۲۴نېټه – د نشه یی تو کو او جرمونو چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر ( UNODC) او جاپان دولت تر منځ د ۹ میلیونو امریکایی دالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستو توافقنامه نن لاسلیک شوه ، چه موخه یی په بلخ،بامیان او هرات ولایتونو کې د جزایی عدالت سکتور د ظرفیت لوړتیا او په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ په هکله د افغانستان دولت د هڅو ملاتړ دی .د لاسلیک یادشوی مراسم د عدلیې وزارت په کوربتوب تر سره شوو او د پروژي سند د آغلی اشتیا میتل په افغانستان کې د ( UNODC) مرکزي دفتر مرستیالۍ او ښاغلی سیجی اوکادا په افغانستان کې د جاپان د سفارت ژاژدافیر لخوا د عدلیې وزارت سرپرست قانونوال سید یوسف حلیم په حضور لاسلیک شو.

عدلي پیاوړۍ سیستم کولای شي چې د نظم او قانون د ټینګښټ سبب و ګرځي او کولای شي چې د شخړو د حل او فصل په توګه عمل وکړی او همدارنګه کولای شی چې د شخړی په جریان کې او وروسته له شخړی څخه د جرمونو د مرتکبینو د معافیت څخه مخنیوۍ وکړی . د نشه یی توکو او جرمونو په چاروکې د ملګرو ملتونو دفتر د جاپان دولت د دوامداره مرستي څخه منندوي ده او ددی نوی مشترک فعالیت څخه خوشحاله ده دغه مطلب آغلی آشتیا میتل په افغانستان کې د ( UNODC) مرکزی دفتر مرستیالۍ بیان کړ.

په بلخ ،بامیان او هرات ولایتونو کې د جزایی عدالت د ظرفیت د لوړوالۍ چوکاټ سره سم، ددغه پروګرام له طریقه د عدلی او قضایي مرکزونو او ورسره د محاکمو لپاره تعمیرونه ، په بامیان ولایت کې د عدلیې وزارت لپاره یو دفتر به جوړ شي. همدارنګه د قاضیانو او څارنوالانو لپاره حقوقي زده کړی،خلکوته په تیره بیا آسیب پذیره کسانو ته د خپلو حقوقو څخه د پوهاوي پروګرامونو ، د محبوسینو لپاره د سواد آموزي او مسلکي زده کړي پروګرامونو تر سره کول دا ټول هغه فعالیتونه دي چې ددغه پروګرام له طریقه سرته رسیږي یادشوی فعالیتونه په افغانستان کې د سوله ایز ، دموکراتیک او باثباته ملت جوړونۍ سره ډیره مرسته کوی.

د جاپان سفارت ژاژ دافیر ښاغلی سیجی اوکادا داسي وویل :موږ پدي پوهیږو چې بشري حقوق او امنیت د عدالت سره یوه نښلیدونکی رابطه لري . دا لمړنۍ قدم دی د جاپان دولت یی د قانون د ټیګښت سکتور سره د مرستي په موخه په افغانستان کې اخلي او پدي باور دی چې نوموړۍ پروژه په لومړي پړاو کي د ولسوالیو په کچه باندې عدالت ته د لاس رسي پروسه ښه کړي او خلکو ته به د عدل او ثبات احساس ورکړي .

د نشه یی توکو او جرمونو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر ( UNODC) ددی ویاړلري چې دافغانستان او جاپان دولتونو سره په داسي پروسه کې په ګډه کار کوي چې د یو پیاوړي ، عادل او هوسا افغانستان سبب ګرځي . نوموړی فعالیتونه د ( UNODC) دفتر دافغانستان لپاره د جزایی عدالت فرعی پروګرام په چوکاټ کې تر سره کیږی چې مودی د ۲۰۱۲څخه تر ۲۰۱۴پوری ده .