جنرال رسمانت د ا.ا.ج د عدلیې وزیر سره ولېدل

 د 26/10/1390 نېټې د دوشنبې په ورځ د آیساف ځواکونو د قانون د حاکمیت د څانګې رئیس جنرال رسمانت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د نوموړۍ دکار په دفتر کې ولېدل.

 دواړو اړخونو افغان سرتیرو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر پر موضوع باندې د خوښۍ وړ خبرې اترې وکړي د عدلیې وزیر له نوموړۍ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د هغو دندو په اړه چې  په اجرا کولو باندې مکلف دې په پوره صداقت، امانت او زړه سوزي سره سرته ورسوي ،تر دې چې د خلکو او بهرنیو قواوو تر منځ د بې باورې فضا منځ ته رانه شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر دغه غوښتنه د ښاغلی رسمانت د ګرم استقبال سره مخامخ شو ه او همدارنګه نوموړې د عدلیې وزارت سره د قانون د واکمنۍ په ساحه کې د همکاریو ژمنه و کړه.