د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر مشرۍ لاندې غونډه جوړه شوه

 د 26/10/1390 نېټې د دوشنبې په ورځ  د عدلیې وزارت د رهبرۍ غونډه د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال قانونوال سید یوسف حلیم ، د عدلیې وزارت د اداري مرستیال سید محمد هاشمي ، مرکزي رئیسانو او د عدلیې وزارت سلاکارانو په ګډون ،د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر مشرۍ لاندې ، د نوموړۍ د کار په دفتر کې جوړه شوه.

 په پېل کې د عدلیې وزیر د عدلیې وزارت په مربوطاتو کې د اصلاحاتو د ایجاد په اړه ، او  په پرتو ستونزو باندې خبرې اترې وکړي د عدلیې وزارت مسوولین یې خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې و غوښتل تر څو په رښتینې او مدبرانه ډول سره دافغانستان ملت ته د خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې کوښښ وکړي.

 وروسته هغه چالشونه چې د تقنین ، د دولت د قضایاوو او حقوق ریاستونو کې دې ایجاب ددې کوي څو د هغوي په رفعه کولو کې اقدام وکړئ ،په دې اړه  بحث تر سره شو ، د عدلیې وزیر په دې مورد کې اړوندو مسوولینو ته لازمي لارښوونې وکړي .

 ورپسې د بشري سرچینو رئیس د ۱۳۹۱لمریز کال د تشکیل د اصلاح په اړوند خپل رپوټ  غونډې ته وړاندې کړ چې ددې تر څنګ، د وزارت د رهبرۍ هیئت په یو شمېر مواردو کې موافقه وکړه او په یو شمیر مواردو کې لازمي لارښووني ورته ورکړل شوي.