د عدلیې وزیر سره د امریکا د متحدو ایالاتو د عدلي او قضایي څانګې سفیر لېدنه

د 18/10/1390 نېټې د شنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د سفارت د عدلي او قضایي څانګې سفیر هانس جی کلیم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د نوموړۍ دکار په دفتر کې ولېدل.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر په عدلي او قضایي څانګه کې د هغوي د تل همکاریو څخه  په ځانګړې ډول د عدلیې وزارت سره وستایه او له خدایتعالی څخه ددوي لپاره د لازیاتو مرستو استدعا وکړه .

 په مقابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو د قانون د واکمنۍ د څانګې نوی سفیر یې د عدلیې وزیر ته وروپېژنده چې موصوف د عدلیې وزارت سره له دې وروسته د ډېرو همکاریو ژمنه وکړه.