د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لومړۍ مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم افتتاحیه بیانیه

 د جزایی اجراآتو د قانون او هغه پوري اړوندو قوانینو د طرحی د بررسي څلور ورځنۍ ورکشاپ د عدلیې وزارت په نوښت د ۱۳۹۰/۹/۲۷نېټې د یکشنبې په ورځ د کابل سرینا په میلمستون کې جوړ شو.چې په نوموړۍ ورکشاپ کې د عدلیې ، حج او اوقافو وزیرانو، د فسادپر وړاندې د مبارزۍ ادارې رئیس ، پر اساسي قانون د تطبیق د څار ني د کمیسیون رئیس او دلوی څارنوالي ،ستري محکمي ،د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي بورډ ، د امریکا د سفارت، UNDP,UNODC استازو، د پارلمان وکیلانو او د دولت لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی وه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لومړۍ مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په وینا باندي پیل شو نوموړۍ د خپلو ویناوو په یوه برخه کې د ورکشاپ ګډون کوونکو ته داسی خطاب وکړ:

څرنګه چې معمول ده د دولت له لوړپوړو اراکینو څخه یوه لویه غونډه پیلوي بنا زه خپل ځان ته اجازه ورکوم او د خپلی شاګردي په پام کې نیولو سره سم ستاسو استادانو په وړاندې يو څو کلمي وړاندې کوم.

نوموړۍ زیاته کړه:انسان یو ټولنیز موجود دې او په ټولنه کې ژوند کوي، هر موجود چې په ټولنه کې ژوند کوي د انسان په مثل، اړتیا نظم ،قانون او قرارداد ته چې یو ټولنیز امر دي پیداکیږي چې له هغې سره سم، د انسانانو ژوند تنظیم شي او که داسي نه وي هر څوک چې زور او طاقت ولري په مظلومانو به ظلم کوي او د ځنګلاتو قانون به هلته حکم فرما کیږي.

 ټولنیز قرارداد چې د انسانانو په منځ  کې د انسانانو د زندګي چاري تنظیموي او د حاکم او د تابع حق مشخصوی رفاه، ارامتیا او د انسان مصؤنیت تضمینوي ، په هره ټولنه کې چې قانونمندې نه وي ، ملوک او سیاستمداران  د اشخاصو فردي غوښتني پر ټولني باندي تطبیق کوي په یقین سره ویلي شم چې په هغه ټولنه کې فساد او بی باوري منځ ته راځي.

نوموړۍ همدارنګه زیاته کړه : هغه نظامونه او حکومتونه چې فردي دي ،د افرادو غوښتني حاکم دي ، په ټولنو یا نظامونو کې چې ګروپونه او ډلي وي حتی د یوي سیاسي ډلي غوښتني چې د هغې تطبیق په یوه ټولنه باندې ډیر زیات سخت وي پلي کیږي. موږ او تاسي په افغانستان کې د سر په سترګو ولیدل یو ګوند یا یو ګروپ چې په قدرت کې وي  هغه خپله ګوندي غوښتني د خلکو د اعتقاداتو له غوښتنو څخه بغیر د خلکو د رسم او رواجونو څخه بغیر ، د خلکو د غوښتنو څخه بغیر په یوه ټولنه باندي تطیقوي  په هیڅ یوه صورت هغه قانون او هغه غوښتنه امنیت ، ارامتیا او خوشحالتیا په ټولنه کې منځ ته نه راوړي.

 

انسان ددې لپاره پیداشوي چې په ټولنه کې دخلکو د خدمت مصدر شي او د انسان ټولنیز اخلاق کنترول شي ،انسان فطرتا د اخلاقو لرونکی ده اما اعتقادات ، دین او اسلام چی موږ او تاسی مسلمانان یو او زموږ ټولنه یوه سنتي او اسلامي ټولنه ده د انسان اخلاق بشپړ وی او د اسلام په بنسټیز نظام کې ایمان او خدایتعالی ته په ځان سپارلو کې عدالت پیداکیږي، انسان باید پخپله د قانون تابع وي او که چیری انسان د قانون تابع نه وي او خپل ځان د قانون پروړاندې فرمانبردار ونه پیژني په هیڅ صورت سره نه شي کولای  چي په یوه ټولنه کې عدالت پلي کړي.

 نوموړۍ زیاته کړه :هغه څه چې ډېرزیات ورته اړتیا ده او لومړیتوب لري د افغانستان د خلکو لپاره په قوانینو کې  بیا کتنه ده په ځانګړی او عمده ډول په هغو قوانینو کې چې د انسان په ټولنیز ژوند پوري زیاته اړه لري ،په جزایی قوانینو باندې باید په افغانستان کې جدي بیا کتنه وشي که څه هم موږ په دې اړه په نظام کې دننه او بهر په دې شرایطو کې د اخلاقي مفسادو پروړاندې اړوند بیلابیلي اداري لرو ،دغه بنسټونه او اداري هر یو له خپل ځان سره بیلابیلی  برنامي او پروګرامونه لري په حقیقت کې ټول پر یو موضوع او د یو ې موخې لپاره حرکت کوي چې په ټولنه کې سلامتیا منځ ته راشي په ټولنه کې مصؤنیت منځ ته راشي په ټولنه کې امنیت منځ ته راشي مفاسد او رزیله اخلاق له منځه لري شي.

 نوموړۍ ددې په دوام زیاته کړه: بشري ټولني ددې ترڅنګ چې له افغانستان سره مرستي کوي دا هم غواړي چې د قوانینو له لحاظه او همدارنګه د فرهنګ دخپرولو له لارې هم په افغانستان کې خپل اثر ولري ، له بل پلوه د افغانستان خلک مسلمانان دي او اسلام یو مقید دین دې ، اسلام يو خلاص دین نه ده داسي دین نه ده چي دیو کس هر څه یې چې زړه وغواړي همغه شان به کوي ، اسلام د انسان اخلاقیات په یو قید کې تعریف کوي په یو محدوده کې تعریف کوي او که چيري انسان له هغې محدودې څخه تجاوز وکړ هغه ملامت دي ، د انسان لپاره وایې چې پر تاباندې لمونځ فرض دي که چیري انسان لمونځ ونکړي ګناهګار دي د انسان لپاره وایې چې د خلکو پر مال تجاوز ونکړي د خلکو پر ناموس تجاوز ونکړي که چیرته دی تجاوز وکړ مجازات کیږي او په اصطلاح کې یو ممنوعه ځای ته داخلیدل دي او د اسلام حریم محارم دي محارم هغه شیان دي چې په اسلام کې حرام دي ، اسلام د انسان لپاره ویلی دي چې په دې شیانو کې حرکت ونکړي ځکه اسلام یو مقید دین دي او دانسان اخلاقیات کنترولوي او همدارنګه اړتیا لرو ودې او پرمختیا ته او افغانستان یو داسي هېواد دي چې ډیر زیات پخواني سنت لري ، د تاریخ لرونکي ، دیني او فرهنګي ارزښتونه ،جهادي افتخارات که چیرته ټولو دغو ارزښتونو ته ، د شریعت اصولو ته ،مدرن قوانین او بین المللی تړونونو ته چې افغانستان د هغو رعایتولوته ژمن دي توجه وکړو یو باثباته او قانونمنده ټولنه به ولرو.