دا.ا.ج دعدلیې وزیرجلالتمآب ډاکترعبدالبصیرانور د مِل اسکناپر دنړیوال بنسټ له مشاور ډاکټراسکناپر او په افغانستان کې دعدالت پروژې درئیس له مرستیال ښاغلي عبدالبصیر ملکزي سره ولېدل اوخبرې اترې یې وکړې.

۱۳/۵/۱۳۹۵

په دې ليدنه کې، دواړو لورو ددې وزارت په حقوقي ادارو کې دبنسټيز او بشري بهیرد ارزونې  په هکله بحث اوخبرې اترې وکړې، چې د ارزونې بهیر د کارکوونکو د ځواکمنتیا ( HICD)د لوړولو او د عملي پلان د ترتیبولو په منظور ترسره کېږي.

ښاغلي اسکناپر دغه بهیر روښانه کوي او وایي: دحقوقو په اداروکې د ارزونې موخه داده چې د افرادو دروزنې په خواکې بنسټ هم وارزول شي ترڅو دحل یوکلي لارې ته ورسېږي.

هغه همدارنګه وایي:  د حقوقو د ادارو د ارزونې له ګټوڅخه داهم ده چې ارزول کېدونکی بنسټ هغه موارد چې انکشاف او پرمختګ ته اړتیالري، وپېژني او د هغو د حل په لاره کې زیار وباسي، هغه زیاته کړه: ددې بهیر دعملي کولو او تطبیق په منظور، په ټولو هغو هېوادونوکې چې هلته د (USAID)  بنسټ فعالیت کوي یو ګډ لارښود شتون لري.

ښاغلي اسکناپر د دې ليدلوموخه دعدلیې وزارت، ستره محکمه اودافغانستان دمدافع وکیلانوله خپلواک انجمن سره ددې بهیر د تطبیق په منظور د کاري پلان جوړول اوبرابرول په ګوته کړل.

دا.ا.ج دعدلیې وزیر د حقوقو ریاست یوه مهمه برخه ګڼي خو وایي چې ددې ریاست دچارو دمدرنیز کولو اوپه خاصه توګه د کارکوونکو دکاري توان دلوړولو په برخه کې اړتیاده چې اغیزمن  اوبنسټیز کارصورت ونیسي. همدارنګه له هغوی څخه یې وغوښتل چې د اوږد مهاله ښوونیزوخپرونو په جوړولو کې ددې وزارت دکارکوونکو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي ترڅوهغه کارکوونکي چې بکلوریا لري وکولای شي ترلیسانس او ماسټری پورې تحصیل وکړي.

ددې بنسټ دمسؤلینو پروینا: دوی کوښښ کوي چې دهراړخیزې  ارزوونې وروسته دافغانستان د مرکز او ولایتونو دحقوقو د ادارو په هکله یو رپوټ جوړ کړي. اوپدې رپوټ کې هغه ستونزې چې دحقوقو دادارو په لاره کې پراته دي یاد داشت کړي او د هغو د حل په منظور، دعدلیې له وزارت سره په ګډه کاروکړي.

عدالت او دحقوقو انکشاف ته دلاسرسی پروژه د(USAID)بنسټ لخوا تمویلېږي. دغه پروژه دعدلیې وزارت د حقوقو له ریاست، سترې محکمې اودافغانستان دمدافع وکیلانو له خپلواک انجمن سره همکاري لري. عدالت او دحقوقو انکشاف ته دلاسرسی پروژه دپنځوکلونولپار ه ده.