دفراه ولایت داطفالوداصلاح اوروزنې مرکزودانۍ پرانستل شوه

 نېټه ۱۱/۵/۱۳۹۵:

 دغه ودانۍ د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د پرمختیایي بودیجې څخه د اووسوو۷۰۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت په معیاري ډول جوړه شوې ده.

دغه ودانۍ  په دوه ۲۰۰۰زره مترمربع (یوجریب) ځمکه کې، په درې پوړونوکې په معیاري ډول جوړه شوې ده. د دغې ودانۍ د جوړولوقرارداد د تدارکاتي پړاونو له سرته رسولو وروسته، د احسان نوید د ساختماني شرکت په واسطه پرمخ بیول شوې ده.

د نقشې پراساس، دغه ودانۍ د ۶۱۶ مترمربع مساحت سره د ښارجوړونې د ریاست د دایمي انجنیر ترنظرلاندې جوړه شوې ده لدې مرکزڅخه، د هغوماشومانو لپاره چې ترحجز لاندې دي، ګټه اخیستل کېږي.